
هغه خلیلزاد چې نا اخلاقي ګوزار یې خپل ټول یاران وکوړنچول….
خالق یار احمدزی
وړمه ورځ له یوې بهرنۍ رسنۍ سره د امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره د ترسره شوې مرکې ټریلر خپور کړ، چې په کې د نوموړي یواځنۍ توندې څرګندونې د تیرې ورځې کاسه شریکو یارانو ته منسوبې وې او هغوی ته یې د حقایقو له دریڅې څخه له یوې سپینې خبرې پرده پورته کړې وه؛ داسې چې په څو بربنډو کلمو یې ټول پټ او ښکاره افغاني الاصله امریکایي مخلصین متوجه کړل.
ښاغلي خلیلزاد د خپل عادت سره سم، دغه مرکه کې هم یاد ټکي په خندونکې لهجه بیان کړي، خو په خوږه خوله کې یې له هرې خبرې سره یو من زهر هم پر خپلو پرونیو همسنګرو پاشلي دي.
هغه خلیلزاد چې یو وخت په افغانستان کې سفیر وه؛ د لنډغرو او ټامیانو ارشد مشاور او وخت پر وخت یې د طالبانو پر وړاندې د دوی ننګه کوله؛ نن یې له یوې داسې رسنۍ څخه خپل همدا یاران وټکول، چې یاد نشراتي چینل هم د همدې لنډغرو بلندګو بلل کیږي.
خلیلزاد صراحتاً، خپل همدا یاران پر پخواني احسان ننګولي او ورته ویلي یې دي چې دا هیلې دې له زړه وباسي چې سبا ورځ به یې یوځل بیا غر وفش جوړ وي او امریکایان به یې شاته او مخته د ګاردانو په توګه نمایش وړاندې کوي.
نوموړي له هیواده تښتیدلې پرګنې په لاندې پیغوریزو ټکو مخاطب کړي.
«تاسو له طالبانو د خبرو لپاره له چا ضمانت غواړئ؟
تاسو باید خپل وطن ته ولاړ شئ، هلته له طالبانو سره مذاکرات وکړئ، تاسو له طالبانو سره چیرې کینئ؟ په ایران، که پاکستان او که اوکراین کې؟
تاسو آن نه شئ کولای د وطن لپاره یو کوچنی خطر پرځان ومنئ. تاسو دا فکر کوئ چې نړیواله ټولنه به یوځل بیا طالبان لمنځه وړي، او بیا به سکورټي درکوي او څلور طرفه به مو برچپک امریکایي پوځیان ولاړ وي؛ دا کیسې نورې تیرې شوې. که غواړئ هغه افغانستان چې تاسو یې غواړئ جوړ شي، دا یې لار ده، کنه نو هغه رول /فرمایش چې آرمان یې لرئ، نه عملي کیږي. »
دا د خلیلزاد د خپرو شویو خبرو یوه کوچنۍ برخه وه، هغه برخه چې کوړنچ یې له ډیرو تښتیدلو
افغان نما کدرونو او په نوم سیاسي او نفوذي څیرو څخه ووت.
خو هغوی ډیر ژر د خلیلزاد دې څرګندونو راوپارول او د ټولنیزو رسنیو پر فضاء، لکه اوړي غوماشي راوبڼیدل؛ دوی د پخواني عادت له مخې، خلیلزاد یو غدار یاد کړ او دا چې امریکا له دوی سره په ملګرتیا کې صادقه نه ده او غواړي خپل پخواني د څنګ یاران پر طالبانو (اسلامي امارت) وپلوري.
د امریکایي استازي داخبرې چا پر امریکا د کاذب باور پایله یاده کړه، چا ویل امریکا د شا لخوا په خنجر ووهل او چا هم د خلیلزاد او امریکا اړیکه د غلام او بادار د اړیکې په نوم یاده کړه او داچې په اصطلاح، یو بشرپال هیواد یې په لوی لاس د هغه چا رحم ته سپاري چې تر پرونه یې د دوی په فرمایش، په غټو، غټو بمونو خانه او کاشانه ورنړوله….
هوکې! د ټاميانو او لنډغرو خبرې هم بې ځایه نه دي او د خلیلزاد حقیقت ویل هم تر شا یو راز لري، چې دلته یې درته واضح کوم.
امریکا دلته د اوږد مهال لپاره بار او بستره راوړې وه، اوږدمهاله پلانونه یې درلودل او د ژورو اهدافو لپاره یې څو اړخیزه او څو مخیزه لوبه مخته یووړه.
دا چې اوس یې د سنګر او دفتر یاران په فراق کې د ندامت اوښکې تویوي، لامل یې دا نه دی چې دوی یې ولې پریښوودل، بلکې ګیله یې ترې داده چې ولې د امریکا په دومره لویو دروغو وغولیدل؛ ولې یې د نورو د ګټو لپاره هم خپل افغانان کنډوکپر کړل او هم یې خپل د سر سیوری پرې نښووده.
خو د دوی داګیله هم بې ځایه ده؛ که امریکا په ۲۰۰۱ م کې د یوه کوچني احتمال په توګه دا ورځ لیدله، خو د دنیا حشرباڼو او د افغانما څیرو قوي ملاتړ یې، دا هر څه ترې هیر کړي وه او په مطلق بریا یې یقین درلوده..
داچې چې د الله ج نصرت راغی، بیا نو د دوی د مخکښو پالیسي سازانو، ترتیب شوی تدبیر، د لیکل شوي تقدیر د پریکړې ښکار شو؛ دا هرڅه یې ناسم ثابت کړل او دا یې وانمود کړه چې «کم من فئة قلیلة غلبت فئة کثیرة بإذن الله»
امریکا په غیر مترقبه توګه ماته شوه او دوی یې هم د بدې ورځې لار یونیان شول.
بلخوا که خلیلزاد دوی ته کومې خبرې کوي، دا یې د مجبوري او د امریکا د بې وسي تظاهر وړاندې کوي.
خلیلزاد دا جوته کړې، چې امریکا که په افغانستان کې سر وخووړ نو د نړیوال وجاهت او حیثیت د ساتلو او خپلو ګټو د خوندیتابه لپاره باید په نړۍ کې خپلې «خبیثې» لوبې ته دوام ورکړي؛ امریکا ته اوس د دوی له سونګټ نه په افریقا کې د لوبې دوام اهم ښکاري، د روسیې او چین په څیر د ختیځ بلاک ماتې د سهار او ماښام په خوبونو کې تعبیروي او د ترکیې په ګډون د منځني ختیځ هیوادونو ته یې هم ځیګر پړسوب کړی دی؛ نو باید امریکا خپلو لویو کارونو ته دوام ورکړي دا وړې کیسې ورته د آدم خان او درخانۍ د نکل تکراري بڼه ښکاري او د سر خوږي وړ یې ځکه نه بولي، چې نه خو پر افغانستان د بیا برید حوصله لري، نه یې وس ورسره شته.
دلته یې له کوچنۍ پټاکۍ بیا تر اتوم پورې ټولې تولید شوې نوې او پخوانۍ وسلې یې و ازمایلې، د ډالرو صندقونه خالي او د بلکواټر په شمول یې خپل ټول قوي روزل شوې ملیشې عملا تمرین کړل، خو د هر څه پایله یې دا شوه چې افغانستان هدیره امپراطوریها است.