شعـــــرونه

څلور دېرشمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه ; محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه: ۲۴/محرم الحرم/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
په بل ځای مې پېرزو نه یې د یار غمه
ته زما د زړه د مـات کـودي ریحان یې
خوشحال خان خټک
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

بیا مې هم د زړه په کور کې نمایان یې
زه تش خاورې یم ته ستوری د اسمان یې
شرر ساپی

ځار يو څه مسلماني خو دې ښکاره کړه
زه له شا نه درپسې يم ته روان يې
شفاعت ریحان

تۀ زما د تاندو هیلو ارغوان یې!
تۀ مې مینه، تۀ مې زړۀ، تۀ مې جانان یې
منصور درمان

سرابي حُسنه لا تږی درپسې یم
لا دې هم غواړمه لا مې هم ارمان یې
سائل وصال

د یادونو په ساتلو دې پښیمان یم
د زړګي په زورولو مې ودان یې.
امین زرګر

د ښایست راج دې په ډېرو زړو چليږي
ته سرخېل د ښايستونو د جهان يې
محمدخان محب

زما ځان، زما ارمان يې زماشان يې
د حريت ژوندونه ډېر راباندې ګران يې!
اکرام الدین مفتون

راشه! ژوند رانه لۀ خپلو څپو اوړي
که رښتیا زۀ ناخدا تۀ بادبان یې
نظم الدین ندرت

ستا د مخ له ښکلا وګرځم دلبره
ته د واړو خُوب رویانو قدردان یې.
قاري یوسف احمدي

ته غزل يې ته مې مل د ستړو لارو
ته زماد سوو څړیکو ترجمان یې
ګل رحمن رحماني

ماتې کړې مې توبې لکه پيالې دي
غنمرنګه چې تاوان يې، که احسان يې?
محمدالله درد

د ښایست خبره نه ده انډیواله!
ته چې خان یې په یارانو باندې خان یې.
ریحان وردګ

خلک خېږي د هوا په زينه بره
ته اوس هم سر په تلي باندې روان يې
عبدالمنان اورښت

ډکې سترګې دې ګرېوان ته ور کږې دي
ته د کوم جبر په پړي اوېزان یې؟
عصمت تمیم

چا دي څانګې ماتې کړي دي ګلابه!
که وهلی ظالم وږم د خزان یې؟
طالب کریمي

چې د زړه یقین مي ګرد در پسې ګرزي
د جانان د غلچکو کتو ګمان یې
خالد ریحان ببری

چې یې زه پر اطلسي ښکلا مئین کړم
زمانه کې رانه ورک یاغي هجران یې
ثاقب خپلواک

له زړګي د سړي پورې اورې وزې
محبته! تېره غشی د کمان یې
عزیزالرحمن ایاس

تۀ د هجر او د درد مړاوی انځور یې
عشقه پیژنم دې سراسر تاوان یې!
احمد غازي

ټکي، ټکي د غمونو دې هر باب دی
ته زما د ارمانونو ډک داستان یې
عاکف مهاجر

زه یو ګل یم ټوکېدلی یم ستا غېږکې
ژونده! ته د ستمونو بیابان یې
حافظ سجاد

ناهیلې مې د کنټرول تر سرحد واوړي
ژونده ته چې داسې ړنګ او بنګ روان یې
ریحان اخندزاده

ژونده! هیلې مې زخمي، زخمي، زخمي شوې
ژونده! ولې په ارو د درد روان یې?
جهادي عمري

زخمه! غواړم چې له دې کوره بهر شې
خو د زړه په څانګو څړیکو باندې ګران یې
زاهد ساپی

بې تعبیره عشقه څنګه به دې ستایم?
زه مضمون ددې کیسې یم ته عنوان یې
شرر ساپی

ای په تیغ د معرفت باندې شهیده
د عشاقو په مالت کې جاویدان یې
راشد کامران

تر هغې زغمه د کرکې ګوزارونه
محبته چې په زړه کې مې ودان یې!
حفیظ الله هاتف

تۀ قهار يې، ته رحيم يې، ته رحمان!
تۀ ږلۍ يې، تۀ شبنم يې، تۀ باران يې!
طاهر اترنګ

د خوارانو حال احوال درسره اخله
ته امير يې، ته پاچا يې، ته سلطان يې!
نورالحبيب نثار

که باچا د خزانو شې دا مې واوره
خو ګدا به د یو دوه متره سپين سان يې
محمدالله درد

زه دِ تا له توندو، توندو نه وېرېږم!
ته که لوټه یې که ابر د جهان یې
مهاجر فراهي

خوږ ایمانه! له سرو وینو سره یوځای
د احرارو په په رګونو کې روان یې
منتظر نجرابي

تا له ډېرو فتنو زه راګرځولی
غریبۍ! ته د الله یو ستر احسان یې
رحمت الله ګرم

د يار مخ پسې دي مخ اوړي را اوړي
ځانه! ته هم لکه ګل د لمرګردان يې
نبيل شباب

تا په سر باندې منت د اور وا نه خيست
لکه ځل د قمر آب کې هم روښان يې
قاري امين امين

که ته وساتې پښتو او پښتونواله
بیا اتل یې، بیا پښتون یې او بیا خان یې!
حفیظ الله هاتف

نفسه! بدو ته چې نه یې مایل سوی
په لاسونو کې لوېدلی د وجدان یې
سید محمد صدیق

په ټول ښار کې دې هیڅوک خریدار نشو
زما کماله! ته په ما باندې تاوان یې
عتیق الله یون

تش جېبونه که په عقل څومره خان يې
نو ماشوم يې غټ کم عقل يې نادان يې
محمدالله درد

بې منزله یون کوې پر ځان تاوان یې
ستړی ستړی را پرېوتی له مکان یې
اکرام الله امېد

يوسفي مخ به دې خود سوی وي دنګه
چې ملګری د مرګیو د کاروان یې
مهاجر شاکر داوړ

خوشبویې مې پر ارواه باندې سپره سوه
ښایي ته به مې وخواته راروان یې
سید محمد صدیق

د رنځور زړګي د درد کیسه دې راوړه
لکه اوښکه په بڼو کې اوېزان یې
خالد ریحان ببری

نه ګلاب يې نه ریدی نه ارغوان يې
خدازده څه یې چې په ماباندې تاوان يې
عرفان الله ایوبي

چي له څانګو دي خوشبو د ميني راغله
آدم زاده ته خو ګل د ارغوان يې
صبغت الله مدبر

زه شډل بډل د غره د سر سړی يم
ته له ښکلو خلکو مخکې ځې روان یې
ضيأ ضمير

و پرهر پرهر، زخمي افغانستانه!
هو بهو لکه زما د ژوند داستان یې
غالب خوستی

مونږ دې سیوري سره پل په پل روان یو
ښامار تا وژلی، ته مو مومین خان یې
سبحاني اغا

ته مې څه یې له ما دا خبره اورې?
ته مې ساه ې، ته مې روح ې، ته مې ځان یې
عبدالمجید پل

شنو خالونو دې په مخ بنډار جوړ کړی
ګرانه یاره! سم د ستورو کهکشان یې
علامه محمدي

دا خبرې دې په شاتو ګډې سوي
که نغمه يې چې سرود، سرود روان يې?
معاويه زيارمل

خدای دې زما له سره مه اخله جانانه
ته زما د ستړو هیلو ترجمان يې
هاشم ذاکر مهاجر

زه دې سترګو پسې ړوند شوم ته لا ورک یې
په ګومان مې د يوسف له خاندان یې
احمدالله نثار

خپل خواره واره بچي غېږ کې درنيسه
دارالحربه! که پوره دارالامان يې
نورالحبیب نثار

لیونی زړګیه! روغ کله پاتېږې
ته د یار دهر باڼه غشي نشان يې
هاشم ذاکر مهاجر

نورو خلکو ته موسکا کوې ګلابه
یو له ما سره په څه خبره وران يې?
ګل رحمن رحماني

تا ته سل ځله درودونه در ډالۍ سه
محمده! ته له هر چا په خداى ګران يې
نبيل شباب

لاهوتي حسن دې بل رنګ تجلې کړي
بشریت کې یاره بل رنګه انسان یې
علامه محمدي

په صحرا ده زړه کرم درته ګولونه
ته د اوښکو تسلسله راروان يې
صبغت الله مدبر

زۀ دې زوړ کړم، او د ملا پۀ تیر دې مات کړم
درده! تۀ مې زړۀ کې هغسې لا ځوان یې
عمرحماس

د وجود غوښې او وینې درکومه
د لالي غمه زما د زړګي خان یې
نسیم منصور

منم واوښتل وختونه عمر تېر شو
خو د عشق غمه په زړه کې مې لا ځوان یې
زاهد ساپی

نړولې دې زما د زړه جونګړه!
د یار یاده! چې طوفان یې، که باران یې?
حنیف مظهري

رژېدلی يې د ژوند له خوږې ونې
د رنځورو هېلو سوی ارغوان يې
معاويه زيارمل

زړه! د چا د ياد له درده ور ځارېږه
په همدې باندې لا ځوان يې او ودان يې
شفاعت ریحان

په وطن کې به اوسیږو وطنواله!
زه د شپون په نامه ته به اسیاوان یې
سباوون

ته مو خاوره، ته هیواد ته مو وطن یې
موږ ساتلی د سرونو په تاوان یې
همت کوچی

د امت د برم روح یې ګران امیره
د حبیب د سپينې لارې پیروان یې
سیف صدیق

ته همت يې، ته عزت يې ددې خاورې
ته سکون يې ته دزړونو اطمنان يې
تراب تګابي

اخ دا څۀ در باندې شوي دي جانانه!
چې پۀ تانده ځوانۍ کوږ د لام پشان يې
عبدالباسط وصاف

ستا د عشق فلسفې واړه کتابي دي
ته رونق د تورو زلفو د جانان یې
ګمدل

ستا تصویر مي انځور کړی په لیمو کي
ته مي خښ د رنځور زړه پر بیابان یې
یعقوب شجاع

د قرآن په ځاې دې سائنس غوره کړی
څۀ ناوړه فلسفو پسې روان يې
تراب شينواری

دارمان پوره کېدو په ارمان مړ شوې
قدرمنه زما روح یې، زما ځان یې
واقد احرار

را غلط شه ناڅپي مې خوا ته راشه
دیدن راوړه، داته څه رقم جانان يې?
طاهر شیرزاد

مسلسل دی تلاوت د نوم کومه
ښکلیه ته به کوم یو توری دقرآن یې
عنایت الله عرفان

نور څه نه وایم خو دا به راته وایې
له ما پرته دلته نور په چا،چا ګران یې!؟
عصمت تمیم

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx