افغانستان

د ډګروال په ګډون اته پوليس وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د پروان ولايت شيخ علي ولسوالۍ کې طالبانو د يو ډګروال په ګډون اته سرحدي پوليس وژلي او يو يې ژوندی نيولی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې څرګنده کړې، چې پرون غرمه لس بجې د شيخ علي ولسوالۍ توريج درې په خوله کې د دوی نظامي ملګرو پر سرحدي پوليسو بريد وکړ، چې نتيجه کې يې د يو ډګروال په ګډون اته پولسي وژل شوي او يو یې ژوندی نيولی دی.

راپورونه وايي، چې وژل شوی ډګروال محسن نومېده او د يو امريکايي امنيتي شرکت غړی هم و.

د پروان ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x