
د زمري ۲۴ مه؛ زما او ستا مسؤلیتونه…!؟
خالق یار احمدزی
نن د زمري (اسد) د میاشتې ۲۴ مه نیټه ده، کابو دوه کاله مخکې پر همدې ورځ د کابل له ګلورینې غیږې، د وحشتونو بړستن ټوله شوه، شرپسنده واکداران ټیټ سر ترې ووتل، د کابل ولسونو د سوکالي او نیکمرغي ټیغ وایست او دا ورځ یې په یوه ښه شاګوم ونیوله.
هوکې، همدا ورځ وه چې د لسیزو جګړو آرمغان پوره او په ریښتینې معنا باندې افغانستان د نیواک ګرو له حضور څخه پاک راووت.
که څه هم د زمري تر ۲۴مې بورې، د کابل له ښاره د تښتیدونکو امریکایي بړیڅو د کډو کتار لا روان وه، لا خو د پنجشیر په جنتي درو کې، په ټوله مانا، سپین محمدي بیرغ نه وه هسک شوی او لا د اندرابونو او خوست ولسوالیو کې د مخالفینو مقاومت دوام درلود؛ خو د پلازمینې په څلور لارو کې د امارتي ځواک فاتحانه حضور او په ارګ او کوچني پنټاګون کې د امارتي لښکرو وتک او ځواک دا بداهة څرګندوله، چې نور دلته د غمونو بلاګۍ په ابدي خوب ویده شوې او د بیرته را پاڅیدو هڅوونکي غمازان یې هم نور د راپورته کیدو حس و وس نه لري.
د اسد ۲۴مې د هیواد په تاریخ کې هغه نوی څپرکی پرانیست، چې د تاریخ په تکراریدونکو مراحلو کې یې ډیره کمه نښه لیدل شوې.
د اسد ۲۴مې مونږ او د نړۍ ټولو مستضعفو اسیرو ملتونو ته ور وښوودل چې ظالم هر څومره جابر شي او ظلم یې څومره اوږدمهالی شي، یوه ورځ به یې حتما د ظلم ښکرونه ماتیږي او عبرتناکه سزا به یې دا وي چې له شته زر او زور سره به بیا هم د دښمن د کلي له کوڅو نه د غړمبیدو پرځای، په سرکوزي او ذلالت باندې خپل سر باسي او د سالم وتلو لپاره به په دریمو هیوادونو کې د مذاکراتو په نوم د تسلیمي پرلت ته زړه ښه کوي.
د زمري ۲۴ یوه هنګامه نه؛ یوه مستنده معنوي اغیز بښوونکی تاریخي واقعه او په اثبات رسیدلی نکل دی؛ د نړۍ مظلوم ملتونه باید د افغانانو ددغه اوږدمهاله شهامت، تاریخي یون او د ښکیلاکګرو او د هغوی د داخلي بړیڅو د ظلم داستانونه په زور او زیر ولولي.
دلته چې افغانانو د د درې پرلپسې سترو امپراطوریو د ظلمونو څرخیدونکو میچنو لپاره څنګه خپل سرونه ونیول، ښایي بیلګه یې د تاریخ په وقایعو کې کمه وموندل شي.
زمونږ یواځنی غم دا نه وه چې مونږ بې وسه، یا بې کسه وه او یا مو د جګړې هنر نه وه زده؛ زمونږ تر ټولو لوی مصیبت تل دا پاتې شوی، چې اشغالګرو قوتونو هر وخت زمونږ سیل کړی، هر وخت یې مونږ له خپلو او په خپلو ټکولي یو؛ کله یې د غني خیلو کرزي خیلو په څیر چرسي ټامیان راکې پیدا کړي؛ کله یې د نجیبانو او کارملیانو غوندې توپکیان زمونږ له آدرسه بیرته پر مونږ تپلي او کله یې آن هم د شاشجاع په څیر لنډغرو افغاني بدماشانو باندې وژلو.
هوکې؛ کله چې دلته د اشغالګرې امریکې او د هغوی پخوانیو یارانو د پای جرړه وایستل شوه، نو کټ مټ چلند یې په اوکراین کې هم اجرا کړ او نورو هیوادونو کې یې هم د ورته نفاق تخم ښندلی دی.
دلته هره زمانه کې د دوی مرتزقه افغانما بړیڅي دومره بې رحمه او بې عاطفې لښکرې جوړې شوې، چې دوی هم ترې د هومره ظلمونو توقع نه درلوده.
هو؛ هر اشغالګر چې راغلی دلته یې خپلې تولید شوې وسلې آزمایلې، خپلو جنګیالیو ته یې عملي تمرین ورکړی او خپل عقیدوي، کلتوري او فکري یرغل یې په سیستماتیکه توګه دلته پیاده کړی؛ دوی سره له فوق العاده روزنې، دلته د جګړې عملي هنر زده کړی او بیا سره له ټولو کمالاتو، بیرته همدلته دلته ذوب شوي دي.
د اسد ۲۴مه مونږ ته راښیي چې باید واقع بین و اوسو، په یوه پیړۍ کې د دریو لویو امپراطوریو چپه کول مو بیخي د اتلولي د ثبوت لپاره کافي دي اوس د دې وخت دی چې لومړی اوسني قشر او راتلونکو نسلونو ته د خپلو هغو میلیونونو ککریو د شیندلو لامل په ګوته او د هغوی هغه آرمانونه ورته څرګند کړو، چې له امله یې دوی د ژوند ټول خواږه هیر کړل او ګل ګل ځواني یې د باروتي لمبو خوراک کړې.
مونږ تاریخ ګټونکي یو، خو تاریخ لیکونکي نه؛ باید د هرې پیښې مستنده کیسه ثبت کړو، د افغانستان د تاریخ څپرکو کې زړور ظالم هر وخت د همدې چالاکي له امله وطنپال او خادم تعریف شوی خو مقابل مظلومین یې د قاتلینو په نوم تیر شوي دي.
نور باید هغه کسان هیڅ کله خپل سرنوشت ټاکوونکي ونه بولو، چې د بهرنیانو له خوا د مفکر، وطن جوړونکي او نورو تزییني الفاظو په نوم را باندې تپل شوي وي.
خپلې هغه منافقې څیرې چې سبا د خیانت او غداري ویره ترې احساسیږي، سر له اوسه بایدپه نښه کړو، د دوی منافقت هر وخت د امتیازاتو په خاطر وي؛ نو باید په سیستماتیک ډول یې د نفوذ ساحه ختمه او په ظاهري بڼه د امتیاز په نوم ونازول شي.
د دې ټولو ترڅنګ، اشغالګرو تل هڅه کړې،هغه تپل شوې افغانما څیرې چې دوی پر افغان خاوره حاکمیت ته رسولي، د وطن معماران معرفي کړي؛ د هغوی د داخلي محبوبیت لپاره یې ددوی په نوم لویې پروژې پلې کړې، د هغوی په توسط یې عام المنفعه تأسیسات جوړ کړي او ګڼ نور پراختیایي کارونه….! په داسې حال کې چې هغه کارونه به یې ټول د بهرني بادارانو ترسیمات وه؛ مونږ چې اوس کاملا ځان خپلواک بولو، باید ورته اغیزمنې لارې ته زیاته توجه وکړو؛ افغانستان چې د اشغال تر سیوري لاندې په زیربنایي پروژو کې څومره پرمختګ وکړ، باید په خپلواک غولي خو یې څو چنده زیات وکړي؛ بیا به نه مونږ ته څوک د تحجر خطاب کوي نه د وطني تخالف…!
یوه بله مهمه سوژه چې اشغالګرو ترې اعظمي کار واخیست، کله یې د شاشجاع ملیشې ترې جوړې کړې، کله یې کمونستي لښکرې ایجاد کړې او کله یې هم د اربکیانو، سنګوریانو او صفري قطعاتو په څیر سړي خواره ګروپونه راباندې حاکم کړل؛ هغه د افغانما څیرو کم علمي او د هغوی ستوغ فکري جوړشت وه؛ دوی یې فکري او علمي کمزورتیا درک کړې وه؛ همدا لامل وه چې ډیر ژر خرڅ شول او د اشغالګرو ټټوګان یې له ځانه جوړ کړل.
لویه وجه داوه چې هغوی ته نه د وطن ارزښتونه ور مالوم وه او نه دوطني ارزښتونو څخه د دفاع کوونکو (مجاهدینو) په ایډیا پوهیدل؛ نو دې ته په کتو سره مونږ ته لازمه ده چې پر تعلیمي برخه چټک، معیاري او اغیزمن کار وکړو، دغه برخه ښه پیاوړې کړو، څو په راتلونکي کې له خپله ځانه بیا اور وانخلو…!