برازیل: یوه مسلح کس له ځان سره 12 ماشومان ووژل
نن ټکی آسیا: د برازيل په ښار ریو دی جانیرو کې پرون یو مسلح کس مکتب ته ور ننوتی او پر زده کوونکو یې ډزي پیل کړی، چې له امله یې لږ تر لږه 12 ماشومان زده کوونکي ووژل شوه، او بیا یې وروسته خپل ځان وواژه.
د برازیل د پولیسو په وینا دغه کس مکتب ته په دې بهانه ننوتی چې غواړي د مکتب د مسولینو سره وګوري.
پولیس زیاته کړه چې کیدای سی دا کس عصبي تکلیف درلودلی وي، ځکه چې په خپل وصیت کې لیکلي چې زما د مړیني وروسته دې یو کس زما پر قبر ودریږي، او دعا دي وکړی چې رب زما دغه ګناه وبخښي.
دې ته ورته پيښه په امریکا کې ډېري تر سره کیږي او دا اول ځل دی چې په برازیل کې پيښيږي.