
د احزابو د شکست تکرار! د آزادۍ د دوهمې کليزې په مناسبت
د احزابو د شکست تکرار!
د آزادۍ د دوهمې کليزې په مناسبت
احمد منصور
که تاريخ مطالعه شي وبه ګورو چې حق اکثراً له مادي پلوه او د افرادو له نګاه کمزوری وي خو مقابل يې چې باطل دی په نسبت حق ته په مراتبو ځانګړی او مالامال وي خو بريا بيا هم تل د حق وي الله رب العزت په قرآن کريم کې هم دې موضوع ته اشاره کړې فرمايي:كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ (249) د فقهاؤ او علماء کرامو په آند الله رب العزت د خپل د قدرت نښې په دې ډول ښايي او حق لټوونکو ته حقپال ور ښايي خو دا په دې معنا هم نه ده که چېرته حق ماته خوري حق نه بلل کيږي بلکې کله حکمتونه پکې نغښتي وي ، ځینو تېروتنو ته د متوجې کېدو لامل يې کېږي او يا د راتلونکي پياوړتيا راز يې پکې وي چې مونږ ورته مثالونه په سابق او حال کې لرو.
خو په مدينه کې د احزابو شکست د تاریخ هغه باب ده چې تر ننه يې دوستان او دوښمنان حيران کړي يو لور د حق انتهايي کمزوري بل لور د باطل جم او جوش خو ميدان بيا هم د حق کېدل هغوي ته جالب او نه منونکی ښکارېده چې د عقل بندګان دي، د رب په نصرت کولو ،په رب د ايمان درلودو او په عقيدې يې د باور فيصدي صفر وه خو رب په معاصره پيړۍ کې يې تکرار او مثال ور ښود هدف مې د امريکا په مشرۍ د ناټو وحشيانه يرغل ده، کټ مټ د احزابو په څېر وو په يو اسلامي هېواد او رياست راوبلوسېدل
مشر فرعون بوش يې په اسټېج ودرېد په مغرورانه آنداز يې وويل: دا صليبي جګړه ده د اسلام او اسلامي امت د محوې پېشنګويانې ورکولې ، ياد احزاب په خپل قؤة په دا پيمانه نازېدل چې د زمکې تل کې يې د خپل مخالف له مينځه وړل عادي بلل ، احزاب له هر لحاظ پس فطرته ظاهراً اشعار يې خواږه خو حقيقت کې په شاتو کې زهر ول د هغوي بې غيرتي او امريکا ته سر ټیټي ايماندارو ته ډېر جالبه وه چې د سيمې په سطحه تر ځانو بر يې نه ليدل هغوي چې د خپلې کلنۍ بوديجې نيمه برخه يې په نظامي ځواګونو مصرفوله . بس يوې خوا باغي افغان ملت بلې خوا بې غيرته او امريکا ته ساجده نړۍ وه منافقانو هماغه ډول د حقپالو د روحيې د زپلو هڅې کولې له کفر او اشغال باغيان يې ليونيان بلل د احزابو له قؤة او کثرة يې ډاره ولو د دې عصر د مدينې تر منافقانو څو چنده سپين سترګي د ځان ګټه يې له والدينو، عزتونو او اولادنو ورته محترمه وه د حق ټولي دا احزاب هم د شرمندګۍ او شکست په هغه مقام ودرول چې محمد(صلی الله عليه وسلم) او ملګرو يې درولي ول حقپالو بيا عقيدتي پياوړتيا ور ښوده د رب نصرت يې ورته ثابت کړ او دا پيغام يې ورکړ چې مونږ ارزښتونه لرو ترې دفاع يې مکلفيت بولو او سرټيټول مو په قاموس کې نه شته
نن د معاصر احزابو(امريکا ناټو) د ماتې/ شکست تاریخي ورځ لمانځو په داسې حال کې هغه ادعا درواغ ثابتوو چې افغان ملت يې تنها آزادي ګټونکی بللی نه آزادي ساتونکی، نن زمونږ هيلې حاکمې دي آرمانونو مو ځاي نيولی چې نافېذ اسلامي نظام دی خو د هغو تلليو خلاء هم احساسوو چې نن يې له برکته خپلواک آزاد او مستقل يو .