
آزادي د الله تعالی یو ستر نعمت دی؛ خو ساتل هم غواړي.
آزادي د الله تعالی یو ستر نعمت دی؛ خو ساتل هم غواړي.
لیکوال: حمادافغان شیرزاد
دا دی دوه کاله پوره شول چې د شل کلن اشغال څخه مو د هیواد شازلمیو د خپلو وینو او قربانیو په برکت آزادي ترلاسه کړه، هغه د بدرنګو اشغال یې داسې مات کړ چې بیا به دلته د راتلو نوم وانخلي، بلکې ټولې نړۍ ته هم دغه زبر ځواک شرمینده او رسوا شو، ځکه دلته یې زور اوبه او نعوذبالله هغه د فرعونیت د خدایۍ دعوې یې چې ټوله نړۍ یې ترې ویرولې وه، باطلې او کاذبې ثابتې شوې.
آزادي د الله تعالی یو داسې نعمت دی چې له هر څه وړاندې په قرآن کې ذکر کړی، کله چې الله تعالی په بني اسرائیلو د خپلو پراخو نعمتونو یادونه کوي، تر هر څه وړاندې یې د آزادۍ نعمت ذکر کوي او فرمایي چې واذ انجینکم من آل فرعون الایه … هلته چې بني اسرائیل د فرعون د ظلمونو، ربړونو او تسلط لاندې وه، د دوی قومي او فردي آزادي یې سلب کړې او دوی یې پر خپلې غلامۍ مجبور کړي وه، موسی علیه السلام یې له خدایه د آزادۍ دعاء کوله، ځکه چې آزادي وه چې دوی ورته هوسیدل، ارمانجن یې وه او له کلونو راهیسې یې د ذلت ژوند د همدې آزادۍ لپاره زغملی وو.
آزادي هر قوم نشي ترلاسه کولای او نه یې هم هر قوم بیا ساتلی شي، هغه قومونو چې وګړي او مشران یې ویښ ضمیرونه ولري، هدف او مقصد یې د خپلو ولسونو هوسا کیدل او آرامیدل وي، د آزادۍ تر دغه لوی مرام رسیدلای او خپله خاوره آزادولی شي.
آزادي یو مبارک او بهترین نوم دی، خو چې څوک یې په مفهوم او معنی یې پوه شي، د ربعي ابن عامر رض هغه مکامله چې د قادسیې د جګړې مخکې د رستم سره یې ترسره کړې وه، یو ډیر واضح او روڼ مفهوم دی، هلته چې رستم د ابن عامر رض نه پوښتنه وکړه چې تاسو د څه لپاره راغلي یئ، هغه ورته وویل چې خدای مو د دې لپاره رالیږلي یو چې انسانان د انسان له عبادت راوګرځوو او د خدای عبادت ته یې راوبلو او د دنیا له دغه تنګۍ یې یې فراخۍ ته اوباسو، د ظلم او فساد څخه انسانان د اسلام عدل او انصاف ته راوبلو.
د اسد ۲۴مه د هیواد د تاریخ یو بل زرین باب دی، دلته د کفر استعمار او اشغال و، هغه استعمار او اشغال چې د اسلام او مسلمانانو یوه مبارکه ځمکه یې تر خپلې سلطې لاندې راوستلې وه، دلته یې د ظلم، جبر او فساد داستانونو ثبت کړل، افغانان یې د ویر په ټغر کینولي وه، داسې وخت نه و چې دلته به د یوې سیمې څخه په نکریزو سره لاسونو ناویانو او ښځو جسدونه نه وتل، دلته به د دستاربندۍ او د قران د تعلیم محفلونه بمباریدل او دلته به زخمیانو، ټپیانو، کونډیانو او یتیمانو آهونو له ویښ ضمیرونو خوبونه وړل او دلته به په زندانونو کې د مظلومو افغانانو سره د تاریخ لوی لوی جنایات ترسره کیدل، چې الحمدلله په دغه ورځ دغه شل کلن استعمار، جبر او استبداد ته د پای ټکی د لوی رب په نصرت کیښودل شو.
د آزادۍ اخیستل او بیا ساتل دواړه مقدس جهادونه دي، که پرون مو د خپل هیواد د آزادۍ لپاره ستړیاوې تیرولې او مبارزه مو کوله، نو نن به یې آبادۍ، پرمختګ او د مسلمانو ملتونو د آرمانونو پوره کولو لپاره تیروو، دا د ولسونو حق دی چې د هغه څه لپاره چې پر ځان سختۍ او تکلیفونه منلي وه نن ورته ورسوو، هغه افکار او ذهنونه چې دلته د استعمار تر سیوري لاندې روزل شوي، بیرته اصلاح او په درست اسلامي، ملي او ټولنیز فکر ورزو.
آزادي د ملتونو د عروج لپاره اخسیتل کیږي او عروج یې بیا د هغه خلکو دنده ده چې واک او اختیار یې په لاس وي، دلته باید خپلو ولسونو ته له تعلیم نیولې بیا د اقتصاد او آبادۍ په برخو کې زمینې مساعدې کړي، تر څو ملتونه د خپلو کړاوونو ثمره وویني، هوسا او خوښ شي.