نظــر

د اسد ۲۸ مه د افغانستان خپلواکي او امان الله خان

خالق یار احمدزی

امان الله خان د افغانستان هغه پاچا دى ، چې په ١٩١٩ زېږديز كال يې د خپل ملت، په ځانګړې توګه د علماؤ په ملاتړ، انګرېزان، د وروستي ځل لپاره، له هېواده وشړل؛ يو خپلواك حكومت يې جوړ او په همدې توگه یې ځان د افغانستان د خپلواکۍ گټيالی اعلان کړ.
هوکې، له نن څخه پوره ۱۰۴ کاله وړاندې پر همدې ورځ د خپلواکۍ د بېرته اخیستو اعلان نه یوازې افغانانو ته ډېر ارزښت درلود، بلکې د اسیا ځینو هېوادونو ته هم الهام بښوونکی وه؛ ځکه انګریزانو د نړۍ تر لره او بره خپل استعماري جال رسولی وه او پر دوست او دښمن یې د جبر میچنې څرخولې.

تاریخي روایات لیکي چې امان الله خان دکابل په عیدګاه کې دهیواد د مخورو علماؤ په فتوا د انګریزانو په خلاف داسې مهال د جهاد او له هغوی څخه د خپلواکي اخیستو هوډ اعلان کړ،چې تر دوه ځلي ماتې وروسته بیا هم د هیواد دسیاسي اقتدار واک له هغوی سره وه؛ انګریزانو لومړۍ نړیواله جګړه ګټلې وه او هند او ایران یي بشپړ اشغال کړي ول.

د خپلواکي له اعلان سره سم د مبارزې میدان ګرم شو، افغانانو په ډیر جرأت سره دکندهار، پکتیا، ننګرهار او چترال په جبهو کې، پر انګریزانو بریدونه پیل کړل، په ټولو جبهاتو کې انګریزانو ته تلفات ورسیدل او ځیني سیمې یي پریښودې او انګریزان هر ځای له سختو تلفاتو سره مخ کیدل.
افغان مجاهدینو چې تاریخي پرمختګ یې د پکتیا او خوست په جبهو کې د سپه سالار نادرخان او حضرت نورالمشائخ مجددي رحمه الله په مشري تر سره کړی وه؛ انګریزي لښکرو ته کلک شکست ورکړ، انګریزان یي په کورمه کې له خپلو قرارګاوو پسې واخیستل، د ټل بالاحصار او پوځی چاوڼۍ یي فتحه او په شمالي _جنوبي وزیرستان او نورو سیمو کې یي انګریزانو ته سختې ماتې ورکړې.
انګریزانو چې د بشپړې ماتې خوب ولیده، سملاسي یې د اوربند وړاندیز وکړ او مذاکراتو ته را وړاندې شول.
د مذاکراتو په پایله کې یې دافغانستان بشپړه خپلواکي چې اتیا کاله یي په رسمیت نه منله د اسد دمیاشتې په ۲۸ نیټه په رسمیت وپیژندله .

همدا وه چې افغانانو د خپلواکۍ توغ هسک کړ او په دې توګه یې د لویې بریتانیې هیلې هم په نړیواله کچه په سیند لاهو کړې.
شالید:
باید وویل شي چې، انګریزانو په ۱۸۳۹م کال کې د خپل ګوډاګي شاشجاع په ملتیا، پر افغانستان بربد وکړ؛ کابل ، کندهار او نور سترښارونه یي ونیول.

په تعقیب یې ۱۸۴۰ م کال کې په کابل کې د میرمسجدي خان په مشرۍ د انګریز په خلاف پاڅون وشو او ورپسې کال وزیراکبرخان د انګریزانو سفیر مکناټن وواژه .
افغانستان د انګریز له لومړۍ ماتې وروسته ځان مستقل باله، خو سیاسي استقلال یې نه درلوده، همدا وه چې د ۱۸۷۸م کال کې انګریزانو یوځل بیا په دې پلمه افغانستان تر خپلو وسلوالو پنجو لاندې راووست، چې ګواکې له روسیې یا نورو هیوادونو سره یې د مستقلو اړیکو جوړیدو هڅه کړې ده.

افغان مشر امیر شیرعلي خان یې پر وړاندې د قاطع ګام اخیستو هوډ وکړ، خو کله یې چې مرګ میلمه شو او وروسته یې امیر محمد یعقوب خان ځای ناستی واکمن شو، انګریزانو لا هم خپله حلقه پر هیواد تنګه کړه؛ ير امیر یې د ګندمک تړون ومانه او آن تر دې چې امیر عبدالرحمان خان یې د ډیورند تړون لاسلیک ته هم اړ ایست، خو نه ددوی قلدوري ختمه شوه نه یې فرمایشات پای ته ورسیدل…!
د عبدالرحمان خان له آرامې واکمني وروسته امیر حبیب الله خان هم د انګریزانو سره د تلې پله یووړه، په لومړۍ نړیواله جګړه کې یې د بې پرې توب اعلان وکړ، خو بیا هم په فرهنګي پوهنیزو او نورو ډګرونو کې چې هغه کوم خدمات کول، د ناخلفه انګریزانو له نیوکو یې ځان خلاص نه کړ.

هغه تر څوکلنې واکمني وروسته ووژل شو او د واک ګدۍ یې زوی امان الله خان ته پاتې شوه.

داچې تر خپلواکي وروسته امان الله خان بیرته د همغو اشغالګرو اروپایانو لخوا د دیموکراسي په نامه تیاره شوې تومنه افغانستان ته راوړه، خلکو ته یې فردي آزادي ورکړه او ځینې اسلامي اصول او قوانین یې په داګیزه توګه وننګول؛ همغه وه، چې افغانانو یې نه مقام ته وکتل او نه هم تخت وتاج ته؛ هغه د عزت له منبر څخه را وپرځول شو.
داچې امان الله خان د افغانانو له فکري /کلتوري منهج او اسلامي اصولو ته د هغوی له ژمنتیا سره د نا بلده کس په توګه چلند وکړ؛ هغه وه چې په دې ګام سره یې د تل لپاره پر خپل ګټلي ابتکار خاورې واړولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx