نظــر

د افغان غیور ملت غیرت او امان الله خان!

د افغان غیور ملت غیرت او امان الله خان!

 

لیکنه: حمادافغان شیرزاد.

 

افغان ملت تل د پردیو پر وړاندې دریدلی، جنګیدلی او هغوی یې نه دي پریښي چې په دغه ملت خپله سلطه ټینګه او دلته واکمني وکړي او دا د پروني ماضي او اوسني معاصر تاریخ یو واضح حقیقت هم دی چې ټوله نړۍ پرې شاهده او افغانستان یې د امپراتوریو یوه هدیره هم بللې او همدا راز مشهور تاریخ پوه او دیني عالم ابن خلدون یې هم په اړه ویلي “چې خراسان د الله تعالی د غشو تیکی او چهانټه ده، کوم قوم ته چې په قهر شي نو دلته یې ماتوي”.

 

د ګران هیواد د تاریخ لوستلو او په اړه یې د تحقیق کولو لپاره بیخي ډیر وخت ته اړتیا ده، ولې چې دلته یرغلونو له ډیرو هغه خلکو هم اتلان جوړ کړي چې پخپله د افغانستان د بربادۍ او ناورین لامل شوي، د افغانانو فرهنګ او کلتور یې بدل کړی او د پردیو په تقلید یې خپل ولسونه تر تیغ لاندې تیر کړي.

 

د خپل معاصر تاریخ، د مخورو او پخوانیو څیرو څخه له اوریدلو، د مشهورو لیکوالانو، تحلیلګرانو او ناقدینو له لیکنو او تحقیقاتو له کتلو وروسته دغه نتیجې ته باید ورسیږو، چې امان خان د افغان ملت له غیرت سره لوبې وکړې، هغه خپله دوه مخي چې په لومړۍ یې ځان واکمن او په بله بیا د دې غیرتي قوم له کتلور سره لوبې وکړې وښوده او هغه خلګ چې تر شا یې ولاړ او په ملاتړ یې ملت کې ځای پیدا کړ، ټول تر تیغ تیر او په دارونو وځړول، هغه لاسونه یې هم په ځنځیرونو وتړل چې امان خان ته یې د پاچاهۍ تاج ورپه سر کړی و، هغه دیني علماء یې هم تري تم کړل، چې په ولسونو کې یې نوموړي ته شهرت او عزت ورکړ او ځینې هغه قومي مخور چې خپل قومونه یې نوموړي ته لاس په نامه درولي وه هم د خپلو اشرارو په مشوره له منځه یوړل.

 

د تاریخ ډیره اشاره او دقیقه څیړنه هم همدا ده چې امان خان د خپلې مور په لمسون چې له پلار (حبیب الله خان) سره یې ډیره جوړه نه وه وواژه او ځان یې واکمن اعلان کړ، هغه وخت چې نوموړي د خپل اثر او رسوخ لپاره علماؤ، مخورو او نورو قومي مشرانو سره ناستې وکړې، په هغوی کې یې ځان متدین وښود، چې افغان ملت یې د علماؤ په ملتیا ملاتړ وکړ او تر شا هم ودرید؛ خو وروسته بیا نوموړي د همدغه قوم چې پرون یې ورسره غیرت کړی و په ناموس لوبې وکړې، کلتور، فرهنګ، دیني او ملي ارزښتونو ته سپکاوی او ډیر هغه څه چې د دغه غیرتي ټولنې عنعناتو او کلتور نه ایجابول، وتپل او په لومړي ځل یې افغانې باعفته ښځې چادریو، حجاب او پردې لرې کولو ته اړ ایستلې، نیمه عریاني لباس یې رائج، د دین پر ډیرو اساساتو یې بندیز او عین هغه کار وکړ لکه اتاترک چې په عثماني ترکیه کې له ترکانو سره وکړ.

 

تاریخ موندنې دا هم ښایي چې حبیب الله خان د امان خان د روزنې لپاره څو بهرني استادان هم مؤظف کړي وه، تر څو نوموړی وروزي او د سبا لپاره تیار کړي، چې نوموړي خپله هم د خپل سفر په یادښتونو کې یادونه کوي.

ځینې تاریخ پوهان او لیکوالان یې د نوموړي اولني وخت یادونه کوي چې امان خان په ډیر ښه انداز حکومت وکړ او په ولس کې یې محبوبیت غوره کړ، خو په حقیقت کې همدا د نوموړي د لوبې سر او دلته د خپلو پلانونو د تطبیقولو پیل وه، چې پکې کامیاب او له هغه وخته یې تر ننه افغان ملت ته ډیرې ناخوالې او د پردیو فرهنګونه پریښودل.

هغه خپله له انګلیسي حکومت سره هم ښه جوړ او په پوره همکارۍ کې وه، ځکه امان خان په خپله په برتانیا کې د ۲۲ ورځو تیرولو ډیره خوښي ښودلې او دا یې د ځان لپاره یو افتخار هم بللی چې هلته یې انګلیسي شهزادګانو ډیر درنښت وکړ او همدا راز نوموړی مستقیما د هند برتانوي حکومت سره په اړیکه کې هم و، چې په اړه یې افغانان د نوموړي د اتلولۍ په لقب چې پرون یې ورکړی و، شکمن او له هغه ورځې یې په وړاندې حرکت پیل، تر دې چې نوموړی یې وپرځولو.

 

د نوموړي په اړه په لومړي سر کې مشهور شخصیت او شاعر علامه اقبال هم ښه یادونه او ستاینه کړې وه، خو وروسته چې نوموړي د غرب تقلید او فرهنګ افغانستان ته راوړ؛ نو بیا علامه اقبال لاهوري دې ته اړ شو او وی ویل چې د غرب دا تقلید درته هیڅ ګټه نه کوي، بلکې ستا د پرځیدو لامل به شي او بریا به درته رانه وړي.

 

د نوموړي د دوه مخۍ په اړه خپله بهرني خلګ هم لیکي چې د شاه امان دوه مخي او عاجل اقدامات د دې لامل شول چې نوموړی له واکمنۍ فرار او تیښته وکړي، ځکه چې افغان قوم هغه مادې او د نوموړي په اصطلاح اصلاحات تر ننه هم نه دي منلي کوم چې نوموړي د غرب په تقلید دې ملت ته ورکول.

 

د تاریخ پوهانو او لیکوالانو وجیبه او دنده ده چې اوسني نسل ته هغه واقعیتونه چې امان خان ترسره کړي ورسوي، د هغه وخت د مشهورو څیرو او دیني شخصیتونو په تاریخ هم رڼا واچوي، تر څو د ریښتینيو او کاذبو اتلانو توپیر وشي، دا څیړنې او تحقیق باید یواځې د امان خان تر دوره محدوده نه کړي، بلکې له هغه راوروسته هم ډیری دوه مخې څیرې په افغانانو تیرې شوي، چې یرغلونو نوي نسل ته اتلان معرفي کړي، خو په واقعیت کې هغوی د افغان ملت وینه تویوونکي او شاته پریښودونکي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx