د امت لويان

د عدل غر!

دادمحمد ناوک
د شنه سهار په خړه کې د جمعې په ټولو صفونو کې را وګرځید، له اطمنان وروسته تر لومړي صف مخکې شو، له لومړي تکبیر سره يې لاسونه غوږونو ته پورته کړه؛ په نبوي جومات کې د سکون فضا خپره شوه، تر وروستي صفه غوږونه د دروند غږ قرائت ته په تمه و، خو د مخې صفونو کې سړي ور منډه کړه، په ګېډه کې يې په خنجر وواهه او له یوه اخ سره پر ځمکه وغورځید، سړی شاوخوا واورونه کوي او د دروازې په خوا کوشش کوي، یو ملګري اغوستی کوټ پرې واچاوه، هغه ځان ته خنجر برابر کړ او ولوید.
شاته خلک فکر کوي چې امیرالمؤمنین رضی الله عنه اشتباه شو او جهري لمونځ کې يې غلی قرائت لولي، په لوړ اواز د شا له صفونو غږونه راځي:
ـ سبحانه الله، سبحان الله!
خلکو په اوږو کړ، ټول جومات پوی شو چې امیرالمؤمنین رضی الله عنه ټپي شو، سترګې يې رڼې کړې:
ـ چا ووهلم؟
ـ ابولؤلؤ!
ـ شکر چې کوم مسلمان نه یم وهلی!
طبیب ور وننوت:
دوه ډول څښاک يې ورکړ، ويې لیدل چې تر ټپونو يې شیدې را ووتې، ويې ویل:
ـ یا امیرالمؤمنین اخري مو ده، وصیت وکړئ!
دی ولاړ شو، امیرالمؤمنین رضی الله عنه پسې ګوري، غږ يې کړل:
ـ دی را وګرځوئ!
طبیب بېرته راغی، امیرالمؤمنین رضی الله عنه ورته وویل:
ـ وراره! پایڅې دې در پورته کوه، دا په اخرت کې عذاب او دنیا کې د غرور نښه ده!
ملګرو ته يې مخ کړ:
ـ عبدالرحمن بن عوف، عثمان بن عفان، علي بن ابی طالب… او عبدالله بن عمر سره جرګه شئ، د مشرۍ لپاره؛ خو عبدالله ته پکې د خلافت حق نشته!
خپل زوی ته يې مخ کړ:
ـ عبدالله، ورشه د مؤمنانو ادې ته، دغسې مه ورته وايه چې امیرالمؤمنین اجازه غواړي، ورتا عمر اجازه غواړي چې ستاسې حجره کې د دوو ملګرو تر څنګ دفن شي!
عبدالله بېرته را وګرځید، د هو ځواب يې راوړی و، ده بیا ورته کړه:
ـ ګوره، کېدای شي زما لحاظ يې کړی وي، کله چې زما جنازه ور وړئ، هغه وخت بیا اجازه ځنې واخله!
د مدینې کوڅې ګونګې شوي، لمر پیکه ښکارېده، د عدل نمونه، د فارس او روم فاتح او د مسلمانانو او افتونو تر منځ یوازینی غر ونړید! رضی الله عنه
انا لله و انا الیه راجعون!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx