نړۍ

عمران: خلک دې مدني سرغړونې پيل کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان، چې پلازمېنه اسلام اباد کې يې له پنځو ورځو راهيسې د نواز شريف د حکومت پر ضد مظاهرې پيل کړي، له پاکستاني سوداګرو او ولسي خلکو وغوښتل، چې حکومت ته دې ماليې، د برېښنا او ګازو بيلونه نه ورکوي او د حکومت پر ضد يې خلک مدني سرغړونې ته راوبلل.

د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف او د طاهرالقادري په مشرۍ د پاکستان عوامي تحريک احتجاجي لاريونونه د تېرې جمعې په ماښام پلازمېنې اسلام اباد ته رارسيدلي او له لومړي وزير ميانوازشريف څخه غوښتنه کوي، چې له خپلې دندې استعفا ورکړي.

پرون يکشنبه د پاکستان تحريک انصاف ګوند لومړي وزير ميانوازشريف ته اته څلويښت ساعته ضرب الاجل ټاکلی، چې بايد له خپلې دندې استعفا ورکړي.

عمران خان ميانوازشريف ته ګواښ کړی، چې که پر ټاکلي وخت یې استعفا ورنکړه، نو خپلو پلويانو سره به د لومړي وزير د دفتر پر لور خپل احتجاجي لاريون پيل کړي او تر هغو به هلته خپلې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړي، تر څو يې چې نوازشريف استعفا ته اړکړی نه وي.

عمران خان وايي، چې د ۲۰۱۳م کال پارلماني ټاکنو کې د هغه وخت لنډمهالي حکومت، قاضي القضات او ميانوازشريف په ګډه درغلي کړې اونوموړی د درغلۍ په زور واک ته رسيدلی او دوی د نوموړي حکومت نه مني او بايد د ټاکنو نوی خپلواک کميسيون وټاکل شي او ژر تر ژره منځمهالې «مډټرم» ټاکنې اعلان کړي او په تېرو ټاکنو کې درغلي کوونکو ته سزا ورکړي.

بل پلو کاناډا ميشتي مذهبي مشر ډاکټر طاهرالقادري په مشرۍ پاکستان عوامي تحريک هم د لومړي وزير د استعفا د غوښتنې په موخه پلازمېنه اسلام اباد کې د تېرې جمعې راهيسې خپله احتجاجي ناسته پيل کړې ده.

د عمران خان او طاهرالقادري غوښتنې او احتجاجي موخې جلاجلا دي.

عمران خان پاکستان کې د نوازشريف د حکومت استعفا، د ټاکنيزو قانون اصلاح او د منځمهالو ټاکنو غوښتونی دی.

بل پلو ډاکټر طاهرالقادري وايي، چې دا نظام سره له خپلو ټاکنيزو قوانينو نه مني او دوی دعوه کوي، چې د نوازشريف د حکومت له چپه کېدو وروسته به يو ديموکرات حکومت راولي، مګر نوموړی تر اوسه په دې نه دی توانېدلی، چې د خپل پلان شوي حکومت معلومه طرحه خلکو ته وړاندې کړای شي.

د پاکستان لومړی وزير ميانوازشريف وايي، چې ټاکنيزو درغليو کې د څېړنو لپاره به د ټولو ګوندونو په خوښه خپلواک کميسيون وټاکي، مګر عمران خان وايي، چې اول دې نوازشريف استعفا ورکړي، بيا به د درغليو په اړه د څېړنو لپاره د خپلواک کميسيون خبره کوي.

عمران خان د احتجاجي ناستې په اړه دعوه کړې وه، چې د نوازشريف پر ضد به پلازمېنې اسلام اباد ته لس لکه لاريونکوونکي راولي، مګر وروستي راپورونه وايي، چې نوموړي سره د راغليو کسانو شمېر ايله تر پنځه ويشت زرو کسانو رسيږي او د ورځو په تېرېدو د نوموړو کسانو شمېر هم په کمېدو دی.

تر اوسه دا نه ده جوته د عمران خان او طاهرالقادري د احتجاجي ناستې پايله به څه وي، مګر دوی اوس هم په خپله خبره ټينګ دي، چې د نوازشريف د حکومت تر ختمېدو به خپل احتجاج ته دوام ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x