افغانستان

حریت اونیزه؛ د جهاد سختیو ارزښتونو ته د مشرانو ژمنتیا ثابته کړه

نن ټکی اسیا ( شنبه، وږی ۴، ۱۴۰۲ل): حریت اونیزه د سنبلې نهمې په مناسبت د ځانګړې شوې ګڼې په سرمقاله کې لیکي چې د تېر جهاد دوران، سختیو او د مذاکراتو سختو پړاوونو دا عملاً ثابته کړه چې په ټوله کې مشران ارزښتونو بشپړ ژمن دي.

لیکوال د «دوه کاله له اولیاوو سره!» تر سرلیک لاندې لیکلي چې په ټولو برخو کې د دې ملت د برم او عروج بنسټ له علما‌ءکرامو، روحانیونو او نېکانو سره په مشوره اېښودل شوی دی.

«که د ادب او فرهنګ برخې ته سر ورښکاره کړو؛ نو تر موږ پورې را رسيدلي ادبي توکي، کره کتنه، تیوري او تاریخ یې د هغو کسانو له لوري رارسول شوي، چې یا علماء دي یا د علماوو په کورنیو کې روزل شوي دي. که د نظامي او سیاسي عروج د عواملو جرړې پلټو؛ نو بنسټ يې تر منبر، محراب او حجرې رسېږي.»

سرمقاله کاږي فعلاً د افغانستان اسلامي امارت په رهبرۍ کې داسې کسان را ټول دي چې د تېر امارت له له دوره يې هر ازموییښت په بریالیتوب پای ته رسولی دی.

« د مبارزې په اوږدو کې يې د هجرت او جهاد ستړې پر ځان ومنلې خو د تسلیمۍ تر جغ لاندې يې د کابل رنګینیو ته زړه ښه نه کړ او بالاخره د مذاکراتو په تاوجن بهیر کې يې خپله ژمنتیا، سپېڅلتوب او قاطعیت داسې ثابت کړ، چې نه يې د اخطارونو، نه يې د فشارونو، نه يې د تمو او وېرې پروا وکړه.»

لیکوال د سنبلې د نهمې په رانږدې کېدو د وروستي تېرېګر د تېښتې په مناسبت لوستونکو ته مبارکي ورکړې او ضمناً يې په تصامیمو کې د رهبرۍ قاطعیت ستایلی دی.

«دا نظام چې په سره اور کې له خوټېدلو کسانو رغېدلی، سړی پر دې ډاډمنوي چې په ارزښتونو به سودا نه کېږي، د دین په تطبیق کې به د چا پروا نه ساتل کېږي او د نورو د شرایطو لپاره به خپل ارزښتونه ورته نه توږل کېږي.»

حریت فکري روزنه د چاپې خپرونو تر څنګ په انلاین او مخامخ ناستو کې هم دعوتي، فکري او روزنیزې برنامې پر مخ وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx