
یوه یادونه!
دادمحمد ناوک
که حکومتونه/حرکتونه او بنسټونه په خبرو ړنګېدلی، نو د تېرو دوو لسیزو شور او ځوږ او په دې دوه کاله کې د مسلمانانو پر وړاندې رسنیزو هڅو به نه مبارزه تر بریا پريښې وه نه به د مسلمانانو واکمنۍ دوه کاله لار وهلې وه!
خبره دا ده چې که مسائل، پدیدې او فعالیتونه پر حق برابر وي، بیا که يي پر وړاندې هر څومره نارې ووهل شي، دا یوازې د لمر رڼا د خپېدو لپاره د خاورو ورشیندل دي چې بېرته يي پر مخ ور تويېږي؛ د موقت وخت لپاره دومره کولی شي چې ذهنیتونه ګډوډ او په جوړکړو دوړو کې د لمر رڼا تیته کړي، خو نهایتاً لمر بیا هم لمر پاتې وي او د ځوږ له ارامېدو سره بېرته ګډوډ شوي ذهنیتونه حق ته غاړه ږدي.
د دې تبلیغاتي ناندریو یوه موخه دا وي چې له اصلي فعالیتونو د مسؤلینو او فعالانو پام په بله کړي، په غیر ضروري مسئله کې ونښلي، د توري او سپیناوي میدان ته ور ښکته شي او نتېجه کې هغه اصلي هدف ترې په دې ناندریو کې تیت کړي؛ چې دا چاره هم موقتي ده او د تبلیغاتي سرګردانه لپاره مثمره او دایمي نتېجه نه لري؛ خو دا ګټه په لاس ورځي چې خپل مخالف يي د څه ځنډ لپاره د خپل اصلي کار پر ځای پر غیر ضروري فعالیت مصروف کړی و.
اوس هم چې کله کله یو دمي د دروغو/رښتیاوو تبلیغاتي څپه تونده شي، د تمثیل او مصنوعي هڅو په مټ حتی ناموسي مسائلو ته لاس وغځېږي، نو کله کله پر ځوانو رسنیزو مسلمانو فعالانو دا څه درنه تمامه شي او فکر کوي چې ټول ملت به د همدې خپرو شویو موادو پر اساس قضاوت کوي او په پای کې به د مسلمانانو له نظام زړه توري شي، خو دا امکان نه لري!
امکان ځکه نه لري چې کله مسلمان سرښندونکي په مبارزه بوخت و، د نړۍ ټول تبلیغاتي، اقتصادي او ټولنیزو امکانات يي د همدې مبارزې پر ضد، بدنامۍ، رسوايۍ او باطل ثابتولو لپاره استعمالول خو نه ولس باور پرې وکړ نه يي د سرښندونکو په هوډ کې تغیر راوست؛ اوس چې د نظام په حیث تبارز شوی، منابر، تعلیمي ادرسونه او رسنیز مرکزونه په واک کې دي په هیڅ صورت ولس د نظام په اړه نامناسب حکم ته نه شي رسېدلی؛ پر دې شرط چې مسؤلین او فعالان د مبارزې د زمانې په رقم پر تقوا او دیانت محکم وي؛ که یې یوه جمله کې را ټولوو؛ نو چې له رب عزوجل سره اړیکه جوړه وي، پر وړاندې يي هر ډول بشري توطیې ناتوانه کېدلی شي، که دا اړیکه خرابه شوه، بیا د مخالف فعالیت ته هم اړتیا نه پاتې کېږي، دروني انفلاق سلامت نظام هم تر نابودۍ رسولی شي!
https://twitter.com/TariqBadr0