شعـــــرونه

شپږ دېرشمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه: محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه: ۸/صفر/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
چې د حـســن پـه نـظـر کـې ذي وقــار یو
موږ که فخر په خپل عشق کوو حقدار یو
ډاکتر رحمت الله درد
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

که قايم په خپل محيط، په خپل مدار يو
منتباره د مرکز يو، د پرکار يو
نورالحبیب نثار

د وفا هسکې شملې په سرو ساتو
دا چې سیند سره ګاونډ کې هم نهار یو!
راشد جالب

نه د چا د ناموس غله یو، نه څوک وژنو
خو د خپل ناموس او کلي څوکیدار یو!
عبدالسلام ضعیف

زلزلې یوو امتحان د زړونو اخلو
توپانونه یوو د زلفو له کهسار یو!
علامه محمدي

په سينه د ازادۍ ناوې که زانګو
خو لونګ يو چې پيرلي يې په تار يو
طالب جان مروت

تقدس مو له ارمانه را څرګند دی
موږ‎ په سمه لار روان یو خو بې لار یو
حفیظ الدین پیرزادہ

چې د اوښکو له مسکا یې زینت څاڅي
د هغه رخسار په مینه کې خمار یو
ثاقب خپلواک

کشمالي نه شو لایق د اوربل نه و
شنې ډبرې یو ویشتلو ته په کار یو
شرر ساپی

بس په خپلې تنهائي کې ساوې اخلو
نه مو څوک پکار او نه د چا پکار یو
محمود ایاز

یا مو بخت چيرته په دښته کې ویده دی
یا وهلي د لمدو سترګو آزار یو
هاشم ذاکر مهاجر

آيېنه د ذکر فکر شوه بدله
که له ډېرې ديندارۍ نه ګناهګار يوو
عبدالمنان اورښت

د یو چا د خولګۍ تور را پورې شوی
له خپل سیوري نه ډاریږو بدیدار یو
خالد ریحان ببری

وایه مینه له دې پورته څنګه وي چې؟
په نامه دې سر بایللو ته تیار یو
همت کوچی

ستا د زلفو کیسه هیڅ نیمګړې نۀ شوه
موږ لا هغسې ځوړند پۀ دغه دار یو
نورالله عرفان

معشوقو موږ عاشقان ژر فنا کیږو
ژوند مو لنډ دی راڼه ستوري د سهار یو
عبدالغني وفا

دا ستا حسن ته خو غوټ مات یو لالیه
آن د پښو له خړو خاورو نه دې زار یو
عزیز الرحمن ایاس

که د ښکلو په لمن کې چيرته تېر شو
که نه کله مستحق ستا د ديدار يو
عصمت الله متقي

ستا د وصل له اعراض لاره څرګنده
پوهېدلي دې د مینې په اسرار یو
عمر قائد

لکه پلونه وروسته نه درنه پاتیږو
لکه سیوري درسره یو وفادار یو!
خالد إحسان

څه مو هېلي مړاوې شوي څه ژوندۍ دي
ستا د سترګو اوښتون ته انتظار يو
معاويه زيارمل

حال به کله زموږ د سویو زړونو اخلې?
نه ویدهٔ یو محبته! نه بیدار یو
محمود ایاز

شاعران يو د ښايست د غرونو خلک
ثناخوان د ګلابونو او چنار يو
ضيأ ضمير

د اغزو تېرې مښوکې ورکږې کړو
دا په دې چې د ګلونو خریدار یو
زاهد ساپی

تر جامو مو د څهرو ګونجې ډېر ښکاري
ځکه ستړي ژوند اغوستي هزار وار يو
نور قانع

پايېدل مو تل د ژوند فضا کې نشته
بس د وخت د پښو د پلونو ګرد غبار يو
بشارت روحاني

دم قدم که خورو ډغرې، ټکه سرې
پوروړي د توبې، د استغفار يو
نورالحبیب نثار

د ګناه په حلاوت کې آموخته یو
د عصیان په طوفانونو کې حصار یو
اسرار عواد

لږ نظر راباندي وکانده نګاره
ستا د زلفو په تارو کې ګرفتار یو
ریحان اخندزاده

دا خو ستا د مقدسې میني روی دی
مقدس یو په خزان ڪې هم بهار یو
حسن بلال

د احساس تلوسې مري د یار دیدن ته
ځکه سر په لاس کې اخلو په تلوار یو
حامد ناصر

د جمات او میخانې ترمنځ ایسار یو
نه بېلارې یو ملګرو نه په لار یو
شرر ساپی

ستا د حسن داستانونه پوره نشول!
زموږ د عشق تڼاکې و چاودې بیزار یو
ګمدل

تا خو بیا هغه زړه وعده تکرار کړه
لیونتوب دا دی، چې بیا پۀ انتظار یو!
نورالله عرفان

موږ د مستو سندرمارو له خولګیو
جوړه تللي یو، ټپې یو یکه زار یو
خالد ریحان ببری

عشقه لا خو مو جذبې کمزوري ندي
لا له څړیکو نه دي خوند اخلو خمار یو
یعقوب شجاع

پاتې شوي به د چا د پښو غبار یو
چې لویدلي موږ ذره ، ذره پر لار یو
عتیق الله یون

خیر که ښکار یې د درانۀ فراق لۀ وار یوو
خو د وصل تلؤسو باندې بهار یوو
منصور درمان

که د سمې که د غرونو که د ښار یو
لکه مړی د هابیل په اوږو بار یو
شرر ساپی

د سختیو پړاوونه لا زلمي دي
د ژوندون لوړو ژوروکې حصاریو
سیف صدیق

خدایه! موږ پر مستقیمه لار روان کړې
خدایه! نور له ګناهونو توبګار یو.
صفي الله رائد

تش داغونه مو په زړونو دي راوړي
راستانه تشه ځولۍ له لاله زار يو
نورالحبیب نثار

مازیګر دی، د بنګړو د شرنګ مزه ده!
د ساقي د جام په تمه یو خمار یو!
مفکر رښتین

هم مو خپل ژوندون په خپلو اوږو بار دى
هم په پخپله د ژوندون په اوږو بار يو
نبيل شباب

ټول له تورو ماښامونو سره ژاړو!
ټول حیران په خپل زخمي، زخمي سهار یو
محمود ایاز

موږ بې برخې د دنیا له رنکینیو!
موږ د ستړي غربت لپو کې حصار یو
جهادي عمري

چې ارواح مو ښکلاګانو کې پېچلې
موږ د مینې په ګاڼه باندې سینګار یو
سید محمد صدیق

د هیواد د سرحدونو مـ،ـجاهد یو
د دنیا د جنتونو چوکیدار یو
حیات همت

دحریت په ستر نعمت دې سرفراز کړو
ربه ستا د احساناتو منت بار یو.
ق یوسف احمدي

ته قلم د عفوې کش کړې په خطاء مو
ربه مونږه سر تر پایه ګنهګار یو
تسل منیب

پر جبین دې کلمات د تقدس دي
عاشقان واړه، زاړه ستا د رخسار یو
عنایت الله عرفان

چې د مینې فلسفې ورپسې مړې شوې
مونږ تر هغو دردیدلو، وفادار یو
سباون

راته یاد شي د حمزه بابا خبره
مونږ بې لارې خامخا په يوه لار يوو
عبدالمنان اورښت

موږ‎ د فکر له پلوہ جنتیان یو
خو عمل کې ټول له څېرمې ګناھګار یو
حفیظ الدین پیرزادہ

د ماضي یادونه دومره راسره دي
لکه پلونه له چا پاتې په غبار یوو.
علامه محمدي

مونږ د غرب مفکورې نه غواړو پوهيږې
فيصــلو د شـريعت تـه تابعدار يو
څرګند نجيبي

قدرتونه نړيوال مو دي مات کړي
غريبۍ کې د نړۍ علمبردار يو
عبدالرحيم غياث

افغاني غرور به ړنګ نه شي تر هغې
چې تر څو په دې کږې بګړۍ سینګار یو
حافظ سجاد

مونږه رېبي مونږ د ژوند لۀ پټي باسي
تۀ به وایې ناروا یو، موږ کوکنار یو
نصرت طالب

څوک دي زموږ د جلاوالي فكر نه کړي
موږ پېودلي د تسپو غوندي په تار یو.
وکیل احمد متوکل

چې میدان د قربانۍ ؤ نو غږ وکړه
داسې نده چې مالدار یا عیالدار یو
عرفان الله ایوبي

چې د مینې لېوني ورباندې تللي
څو پېړۍ کېږي راون پر هغه لار یو
هاشم ذاکر مهاجر

د ظالم لاس مو په توره ورلنډ کړی
له مظلوم، کونډي، یتیم سره همکار یو
عبدالسلام ضعیف

خدايه! سوله مو په برخه دايمي کړې
تنګ له جنګ يو، له نفرت ځينې بيزار يو
عبدالودود وحدت

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx