نظــر

د سنبلې نهمه; په تاريخ کې د افغانانو په مټ د نړۍ د بل زبرځواک د پرځيدلو او شړلو ورځ!

د سنبلې نهمه; په تاريخ کې د افغانانو په مټ د نړۍ د بل زبرځواک د پرځيدلو او شړلو ورځ!

احمد منصور عصمتي

 

د آسيا زړه افغانستان، چې په يوه پيړۍ کې د نړۍ دري قوتونو پري يرغل وکړ او له ماتې سره مخ شول.

د انګريزانو او شوروي اتحاد وروسته، د امريکا په مشرۍ ټوله غربي نړۍ د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف او تشو بهانو پر افغانستان ظالمانه يرغل وکړ.

امريکا چې ځان د بشر حقونو ستر مدافع بولي، خو د افغانستان په خاوره کې يې ټول بشري قوانين هير کړي وه او دلته يې هر څه وران کړه.

د افغانانو وژنه يې دومره تيزه روانه کړي وه، چې ددوی هغه تش په نوم قانون کې هم نشته.

ګيله هم نده پکار، دښمن خپله دښمنې کوي، خو افسوس په هغه غلام مامورینو چې ضميرونه يې پلورلې وه او د اشغالګرو سره اوږه په اوږه د وطن په ورانۍ کې يې ونډه درلوده.

ايمان، وجدان، غيرت، افغاني غرور يې ټول تر پښو لاندې کړل صرف د څو روپو لپاره.

وطن يې ګنډواله کړ، ويران کړ، هر کور کې کونډه پيدا شوه، هره کوڅه کې يتيمان ډير شوه،
په ميليونونو کورونه بي سرپناه شوه.

له بګرامه نيولې تر ګوانتانامو، له پلچرغي نيولې د امنيت تر تورو رياستونو، ټول يې په ځوانانو ډک کړل او د افغان ځورونې ستر مرکزونه وه.

هغسې د بشريت ضد کارونه يې وکړل، چې زموږ ناتوانه او بي حسه قلم يې د ليکلو توان نلري.

د بموتو مور يې استعمال کړ، کلي يې ټول تر ړندو بمباريو لاندې هوار کړه، چاپې، هدفي وژني او ولس ځورول عام ګرځيدلی ؤ، شل کاله پر دې وطن توره شپه وه .

دوه لسېزي دلته ميندو د بچيو جنازو ته سلګۍ وهلي، دوه لسېزي دلته يتيمانو د بابا-بابا چيغې وهلي، دوه لسېزي دلته ميرمنو د خپل ټوټه شوي خاوند په ټوټه شوي بدن د حسرت اوښکې تويولې، دوه لسېزي دلته ځوانان قتل عام شول،
دوه لسېزي دلته بشرپالانو(!) داسې جنايتونه وکړل چې د نړۍ په تاريخ کې يې ساری ډير کم دی.

د بشرپالانو د دومره ظلمونو او ځورونو سربیره افغان ميړنې ولس د مبارزي ډګر خالي پرېنښود.

د معرکې په ډګر کې اسلامپالو ځوانانو دښمن ته داسې محکم ګوزارونه ورکړل، چې نسلونه به يې هم ياد ساتي.

دې وطن کې سلطان محمود غزنوي (رح) دفن دی، دا د هغه غزنوي بچيان دي چې سومنات يې ټوټه-ټوټه او هندوستان ته يې اسلام يووړ.
دا د احمدشاه ابدالي خاوره ده، دا د‌ هغه ابدالي بچيان دي چې د لوی افغانستان بنسټ يې پرېښود.
دا د ثالث عمر مسکن دی، دا د هغه عمر لارويان دي چې په خټين کور يې د سپينې ماڼۍ مقابله وکړه.

دلته الحاد وده نکوي، اشغال دوام نه مومي، هر اشغالګر او د هغو غلامان به ځپل کېږي.

د دوه لسېزو مقابلې وروسته د رڼا څرک ښکاره ښه شو، تورتم ختم او سهار پيل شو، هغه سهار چې له بدخشانه تر هلمنده يې رڼايي کوله.

په وطن د آزادۍ لمر راپورته شو، مرغانو د آزادۍ تراني شروع کړي، وطن له مردارو څهرو پاک شو، له يرغلګرو آزاد او د ظالمانو له شتون خلاص شو;
هغه ورځ د سنبلې نهمه ده.
هغه ورځ چې د مظلومو شهيدانو وينو رنګ راوړ،
هغه ورځ چې صليب سر ښکته، اشغالګر مات او افغان ملت بريمن شو..

هغه ورځ چې د ناټو حیثيت دړي وړي شو، هغه ورځ چې اشغالګره نړۍ مات، ذليل او شرمنده شو.

هغه ورځ چې افغانو د خوښحالۍ اوښکې تويولې، هغه ورځ چې رب ته د شکر اوږدې سجدي کيدلې، او هغه ورځ چې وطن يو ځل بيا د اصليو بچو لاس ته ولويد.

د کايناتو خالق دې ټولو ته همت ورکړي، چې ددې آزادۍ په ساتلو کې پوره ونډه ولري.
دا وطن زموږ او تاسو دی، که غواړو دايمي ثبات ته ورسېږو بايد راغلې آزادي وساتو تر څو بيا خدای مکړه چې پر وطن فرعون‌صفته واکمن شي.

ربه! دايمه کړي دا آزادي زما پر وطن.

 

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx