
را يادېږي بيا همغه ښکلي، ښکلي ځوانان
احمد نصير انصار
د جنګ له تودو معرکو څخه راوتلي ځوانان، د يوه غره په لمنه کې ډب شول.
د جنګ ترخې خاطرې یې په ډېر عجيب انداز بيانولې.
خړ ګردونه يې په پاکو، او سپينو مخونو پراته و.
یو بیل انداز او بیل کيف و.
د خپلو اسلحو په پاکولو بوخت شول، په خپل مابين کې به یې د مينې محبت او ورورولۍ خوږې، خوږې کیسې سره کولې.
دا د الله تعالی يو ځانګړی لښکر و، هدف يې د الله تعالی رضا او په خپله پاکه، او مقدسه خاوره سپين سپېڅلی اسلامي شريعت قائمول و.
لږ دمه يې واخيسته!
ځوانان د خپل اصلي مرکز په لور رهي شول، چا د ملګرو د خوشحالولو لپاره خپل مجلس په خوږو کیسو ګرم ساتلی و او چا ترانې ويلې.
د ګلونو يوه ټولۍ پر يوه سپېره دښته باندې راغله!
په خپلو مخابرو کې يې غږونه سره وکړل.
ويل یې:
فضا خرابه ده؛ سره تيت شئ.
مجاهدين ملګري له خپلو سوارليو څخه کښته شول، او په دې سپېره دښته کې سره تيت شول.
په دې سپیره دښته کې نه اوبه شته، نه ونه شته، نه يو د خدای بنده!
ګلونه لا سره تيت شوي نه ول، چې د آسمان فضا ظالمې ډرون ونيوله؛ بمبارې يې شروع کړله! تا به ويل د محشر ورځ ده.
دلته هم یو عجيب کيف و.
بمبارۍ جريان درلود…
فضا آرامه شوه!
پر دې سپېره دښته باندې د ګل غوندې ځوانۍ د ابد په لور ميلمنې لاړې، د چا لاس نه و، د چا پښه نه وه، د چا نيم وجود نه و، د چا بيخي درک نه و.
څوک شهيدان، څوک زخميان، څوک روغ رمټ له دې صحنې څخه راووتل.
د خراسان دا سپېرې دښتې د ګلابونو په وينو باندې خړوبې شوې.
د همدې ټولۍ څخه يوه پاتې طالب ويل:
ګلونه شول چې لولپه!
د عشق په اور ايره، ايره!
لاړه د ستورو قافله!
ننۍ آزادي د داسې وينو په بدل کې راغلې ده.
پاااام مسئوله وروره!
چې دا سپېڅلې، او پاکې وينې درنه ضايع نشي.
پااااام چې د دې پاکو وينو سره خيانت ونه کړې، دا هرڅه ما او تاته هاغه د غره طالب د خپل سر په بدل کې راوړي دي.
وما ذالك علی الله بعزيز.