شعـــــرونه

اووه دېرشمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او راټولونه; محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه: ۱۵/صفر/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
وارخطاء کړی یمه دومره د حالاتو یرغل
د کور په غولي کې ولاړ یم دروازه لټوم
ارواښاد سعید ګوهر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کوم موسی مخې ته کېږدم ستا عذاب سترګې
خود ازارۍ ته به مې کومه هديره لټوم?
محمدالله درد

د خپل بدنام پرهر د څړیکو پرواګیر نه یمه
چې هر ماښام یې نوي سوخت ته تماشه لټوم
عصمت تمیم

کله حرم، کله مندر، کله ګرجه لټوم
ستا په خاطر صنمه! هره دروازه لټوم
خالد ریحان ببری

زه هغه څوک وم چِ دردمنو ته مې ډاډ ورکاوه
اوس هغه څوک یم چِ خپل ځان ته حوصله لټوم!
حفیظ الله هاتف

زه نه غنم لټوم نه ډکه پیاله لټوم
د غره بلبل یمه د سره ګلاب نغمه لټوم
پیر محمد کاروان

چې مِ یاران پکې راټول وي خوشحالي کوي ټول
د وخت له جبر څخه داسې اجازه لټوم
محمد ابراهیم همکار

زه له ماضي نه د اخستو تجربو په رڼا
د حال تروږميو کې روښانه آينده لټوم
اکرام الدین مفتون

ستړي مي ښکاري قدمونه د سفر لپاره
نور په خپل کلي کې ثبات او سکینه لټوم
عبدالسلام ضعیف

بېړۍ! د ژوند درياب ته ګورم، وسيله لټوم
لېونی نه يم چې له تا ستره اسره لټوم
شهزاده شیرین زوی

راوځم نور د بې خبرۍ او بې علمۍ له تیارو
سپوږمۍ ته خېږمه د تللو اندازه لټوم
دانش ملنګ

د سمون غېږې ته تلل غواړمه تکل مې کړی،
د خپل عمل مُجسمې ته مې جامه لټوم!
راشد جالب

کاش چې تقدیر او ارزوګانې پر یوه لاره وای
زه پرې لګیایم په دعا کې وسیله لټوم.
حامد ناصر

سپۍ تمې راوستمه کړس په دام کې بنده شومه
ستړې مرغۍ يم وږې خيټې ته دانه لټوم
وارث انځور

نن یوه ښکلي رانه زړه په اختطاف وړی دی
لالهاند ګرځمه، پولیس ګورم، حوزه لټوم!
هاشم ذاکر

د جانان در ته را روان یمه حیران یمه ډېر
رانه په لاره کې لوېدلې ده پلمه لټوم
پیر محمد کاروان

د ويښېدو په بې ځوابه نارو ستړی شومه
په پای کې پوه شوم چِ ژوندي په هديره لټوم
شهزاده شیرین زوی

ستا د مرموز حسن خمار دومره تاثیر لري چې
زړه مې مسجد کې دی، زه ګرزم میکده لټوم
علامه محمدي

ما ويل شاعر دی، عواطف، مينه احساس به لري
خبر خو نه وم، چې په کاڼي کې چينه لټوم
حمدالله فطرت

ستا په نظر کې چِ په څير شوم د نا چلې سيکې‌.
خود به نو ځانله چيرته بله ښاريه لټوم.
مل غني خېل

چې په وينا کې مې پوټى هم کوتاهي ونه شي،
پيمانه ګورمه کوټلې اندازه لټوم.
نورالحبيب نثار

د بېلتانۀ وهلي زړۀ پرې درملنه کوم
د قبر سر لره دي ناست یمه خورده لټوم
شفاعت ریحان

ستا د خلوص د احساساتو احترام کومه
زه دې بڼو ته د نظر مراقبه لټوم
اسرار عواد

ستا ولونه، ولونه اننګیو ته پوکی ورکوم
د سهر باد یم غلې، غلې ګلدسته لټوم
خالد ریحان ببری

خدا، چې پرون مې له هغه نه، زړه راوړی کنه?
لږ انتظار وکړه! لګیا یمه، سینه لټوم!
جهادي عمري

نادیده زړه مِ دښایست په بیروبار کې ورک شو
د هر حسین سترګو کې اوس خپله څهره لټوم
اجل احمدزی

نه د مکې د پيغلو سترګې یادوم ماښامه
نه به په چا پسې یمنه میکده لټوم
محمدالله درد

د غرضونو تورو شپو سره مخ شوی یمه
ورپسې ګرځم د اخلاص بله ډېوه لټوم
نصرت طالب

تا دومره ورک کړم، چِ هېڅ چارې را پیدا نه کړمه
کلونه وشول اینو کې مې څهره لټوم
عصمت تمیم

انقلابي سترګې راواړوۀ قربان دې شمه
ورپکې پاته شل کلنه حماسه لټوم
راشد مشفق

ذرې، ذرې یې ټولوم ذرې، ذرې یې کړمه!
ستاسو کوڅه کې د خپل مات زړۀ آینه لټوم
عمرحماس

په تصور کې د راتلونکې ژوند مزه لټوم
دا زه کوم فلم ګورم، کومه ډرامه لټوم؟
ساجد سهار

بې رخۍ داسې زما زړه کِ ګوتې خښې کړې چې
هغه مې څنګ کې ده ولاړه زه هغه لټوم
عبدالمجید پل

خدای زده چي کله به مقصد دژوندانه پېژنم
لا خو ماشوم يم لاهم هغه زمانه لټوم
عصمت الله متقي

د وصال شپه ده له مودو مې انتظار کړی دی
دادی راغلی یم نګاره ستا کوڅه لټوم
خالد کندهاری

له هرې څړیکې نه مې ستا په نامه غږ راوځي
زه چې زخمونه د زړګي تازه تازه لټوم
زاهد ساپی

سترګي را واړوه چي وګورم څهره مي پکښي
زه به تر څو پوري جانانه اینه لټوم
حیات همت

تۀ د نفرت پېټي په شا ګرځوې کرکه لرې
زه د وصال لاره شېبه، شېبه، شېبه لټوم
غالب خوستی

کله جانان کله زړګی کله هم تور د سترګو
چي تا پرې وبولمه داسي کلمه لټوم.
امان الله مستغفر

دنیا دغم په ورځ پیدا ده خوښۍ کډه کړې
زه لیونی په تاریکیو کې غرمه لټوم
قاري یوسف احمدي

خمار د میني لیونی کړمه ځنګیږم په لار
د میکدې په لور روان یمه نشه لټوم
صبغت الله مدبر

هغه يو زړه مې و هغه هم تا را مات کړ ګرانه!
ځم ستا و حسن ته اوس بله نذرانه لټوم
نور قانع

چې زړه به ښه وي که د تن وینه چِ در یې کړمه؟
په خپل وجود کې ګرځم تا لره تحفه لټوم
عزیزالرحمن ایاس

نه چې تر زلفو یې لږ لنډه شې غزله زما
د زړه په جېب کې وهم ګوتې قصیده لټوم
پیر محمد کاروان

زړۀ مې پۀ زړۀ کې رانه ورک دی مودې وشولې چې
پسې لګيا يم د زړۀ هره بحيره لۀ لټوم
مفتون تڼیوال

د ابادۍ احساس چې ويښ کړي زمزمه لټوم
د ترحم له پېغام ډکه ترانه لټوم
اکرام الدین مفتون

وطن مو کار غواړي، زيار غواړي او مينه غواړي،
د بره تګ په پار يې ګرځم خوازه لټوم.
نورالحبيب نثار

وخت زه د هر جبر او هر ستم خوراک کړمه خو
لا یې هم زغممه او خپله حوصله لټوم
ضياء ضمير

ما د توبې احرام اغوستی او جنت ګټمه
او د يو څو رنځورو زړو ړنګه کعبه لټوم
حمدالله فطرت

چې پرې معاف مې شي دا واړه ګناهونه ربه
دشپو پۀ غیږه کې بس داسې یوه سجده لټوم
احمد غازي

منزل معلوم ده لاره خلاصه کاروان مخکې نه ځي
ځکه د پل د اخیستلو انګازه لټوم
عبدالمجید پل

له ښاره ځم حالات بدل ياران بدل ښکارېږي
زاړه ياران، زړې کيسې، خړه حجره لټوم
رضوان الله فيضاني

ستا د وجود ښکلا په ټولو کرشمو کې وینم
لا چې اوبو ته په ځیر ګورم ستا څېره لټوم
سید محمد صدیق

زه د مکان په لټه دادی لا مکان ته راغلم
د مستقبل دوران کې تیره زمانه لټوم
عنایت الله عرفان

د ځوانیتوب یوې شېبې ته مې بیا زړه شوی دی
د مینتوب په تماشو کې تماشه لټوم
نوراني تڼېوال

تا پکي ګورم زه مي زړه ته ننوځمه نن!
تاته درتللو لره داسې طريقه لټوم
انس ریحان

دلته حالات دنفاق ښکار دي دیوال هم غوږ لري
چې زۀ او تۀ پرې پوه شـو داسې کِنایه لټوم
مخلص کډوال

شپه ده، د ستورو ننداره کوم او ته مې په یاد
په ځېر یې ګورم، ستا د شنهٔ خال اندازه لټوم
انعام نعیمي

د سټړي ژوند ناپایه دښته ده نظر دې غواړم
ستا د وصال لټون دی جام ګورم پیاله لټوم
سیف صدیق

راسه د درد په نظاره کي درته وښکاریږم
ستا د کتو تصویر کې ورځ په توره شپه لټوم
قران مل

د وخت ارزو ده آئنده نسل روزنه غواړي،
ځکه کوڅه په کوڅه ګرځمه کوژده لټوم!
….

ته د رقیب سره په مینه خنداګانې کوې!
زه یم له خپلو لیري تللی بیګانه لټوم !
امین زرګر

د ورک یوسف مې هره ورځ ترینه پوښتنه کوم
ځکه د مصر په لار هره قافله لټوم
حنیف مظهري

زړه مې ډېر تنګ دى په دې ښار کې ګزاره نه کېږي
ځان ته لګيا يمه يوه بله زمانه لټوم
نبيل شباب

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx