افغانستان

غزنی: له تښتول شویو ماین پاکانو نه ۷ تنه په مرموز ډول خوشي شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د غزني ولایتي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د پرونیو یوولسو تنو تښتول شویو ماین پاکانو نه يې اووه تنه خوشي شوي دي.

د غزني ولایت د والي ویاند شفیق ننګ وايي چې دوی د قومي مخورو په هڅه تر اوسه پورې اووه تنه خوشي کړي دي، نوموړي ونه ویل چې دغه خلک چېرته تښتول شوي وو او څنګه خوشي شو.

د اندړو ولسوال هم وايي چې دوی د ماین پاکانو د خلاصون له څرنګوالي نه دی خبر، خو کشفي ادارو ورته خبر ورکړی دی، چې اووه تنه يې زابل ته رسيدلي دي.

په غزني کې د ماین پاکۍ د مؤسسې یوولس تنه پرون د کابل ـ کندهار په لویه لاره کې د اندړو ولسوالۍ اړوند په ملانوح بابا سیمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا وتښتول شول.

که څه هم دولتي مسوولینو يې پړه پر طالبانو ور واچوله خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته دغه خبره رد کړه.

د سیمې د اوسېدونکو له قوله په اندړو کې مېشت اربکیان له سړي تښتونکو سره ټینګې اړیکې لري او خپل میاشتنی معاش له همدې لوټ او تښتوونې نه برابروي.

د شنونکو له قوله په یوه ورځ کې د پرونیو تښتول شویو کسانو درک لګول، له هغوی نه یوولس تنه په مرموز ډول خوشي کول، د سیمې د خلکو پورتنۍ خبره لا پیاوړې کوي.

د غزني چارواکو تراوسه نه دي ويلي چې دغه خلک يې پرون غرمه څنګه راخوشي کړل او څلور تنه نور يې ولې خوشي نه شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x