پښــــتو ادب

نمونه ښوونکی؛ غوره ټولګی!/ راپور

خیال محمد توحیدیار

حریت فکري روزنه چې د چاپي خپرونو سربېره په دعوتي، ښوونیزو او فکري برخو کې اونیزې ناستې هم لري، دا ځل یې خپله اونیزه ناسته د نوموتي دیني عالم مولانا سراج الدین صاحب «د رسول الله صلی الله علیه وسلم د روزنې طریقې» کتاب باندې بحث ته ځانګړې کړې وه. ناسته د نورمحمد انتظار په دریځوالۍ مولوي عبدالحق سلمه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل کړه.(۱۴۴۵،۲،۱۵)

ورپسې خیال محمد توحیدیار دریځ ته وبلل شو، څو ګډونوال د تېرې ناستې له جریانه خبر کړي. وروسته انعام الحق انصاري په لوستي کتاب د بحث لپاره ستېج ته راغی. نوموړي په پیل کې وویل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د روزنې اسلوب له حکمتونو مالامال و، رسول الله صلی الله علیه وسلم به د روزنې پرمهال د خلکو او قشرونو سویه ځان ته معلوموله او بیا به یي ددې درک له مخې ورسره سم او مناسب تعامل کاوه.

ده دا راز د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لورې د اصحاب کرام رضوان الله علیهم اجمعین روزنې ته په اشارې سره وویل، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په روزنه کې له نرمۍ او اسانۍ څخه کار اخیست، توند او خشن طبیعت یي نه درلود، د قانع کوونکو دلایلو پر بنسټ به مخ ته تلو او د مناسبو فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره به یي صحابه کرام رضوان الله علیهم اجمعین تشویقول، هغوی ته به یي نصیحتونه او له پند ډکې قیصې کولې، چې په پایله کې د بشریت دې نمونه ښوونکي داسې یو غوره او بې مثاله ټولګی وروزه، چې زده کوونکي یي د ایمان، عقیدې، خلوص او هر ډول انساني مثبتو ځانګړنو باندې سمبال و.

هغه په وروستیو کې د لوستلي کتاب په اړه وویل، چې دا کتاب د هند مسلمان عالم مولانا سراج الدین صاحب لیکلی او پښتو ژبې ته د اصلاح افکار فکري بنسټ په هڅو را ژباړل شوی او چاپ شوی دی او په وینا یې چې یاد کتاب په ۲۴ اړینو او زړه راښکونکو موضوعاتو( د رسول الله پوهه، حکمت، زړه سوی، له صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین سره یي مینه، د هغوی احساساتو ته پاملرنه، د دوی ترمنځ عدل تامینول او … ) باندې مشتمل دی.

ورپسې په زړه پورې مشاعره پیل شوه چې شاعرانو او د شعر مینوالو پکې خپل او انتخابي شعرونه د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل او په پای کې ناسته د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx