ادبي لیکنينظــر

د فرهنګي مبارزینو يو ورځنی سيمينار که د قلمي مبارزې تخصصي دوره

عبدالرحيم راشد

کله چي نژدې یوه میاشتي وړاندي خبر سوم، چي د حریت فکري ملګرو په نوښت په لویه کچه به د هیواد د هغه کهول لپاره یو تربیتي سیمینار جوړیږي، چي خپلي توري، قلمونه او ژبي یې د اسلام او هیواد په دفاع کي سپرونه ګرځولي وه، نو سوچ کي مي دا نه وه چي په دومره لویه کچه به غونډه داریږي، چي د هیواد د ۳۴ ولایتونو څخه به قلموال راغوښتل کیږي او د لویو، اتلو، سرښندنکو او مهربانو مشرانو له خوا به دوی ته د ډاډ او ستایني سره به لازمي توصیې کیږي، خو د ننني سیمینار په جوړېدو سره مي وویل چي دا یو ورځنی نه، بلکي تخصصي دوره ده، چي د حریت په نوښت مزینه سوې وه.

یاد سیمینار ځکه یوه تخصصي دوره وه، چي په تېر شل کلن بهیر کي د هغو ځوانانو مجموعه پکښې راټول سوي وه، چي خپل د قلم په څوکې او د ویناوو په انګازو یې د دښمن په وجود کي د دوی مورال کمزوری کړی وو، د دوی زړونه یې د ډار په څپو په لړزا کړي وه او د مرګ سهار راتلو له کبله یې د دوی خواږه خوبونه ور ورک کړي وه.

دې مبارزینو د اسلامي نظام د دفاع لپاره د نړۍ د څلورمي قوې ( رسنۍ) سکه په بل مخ واړول، د رڼاګانو، فتوحاتو او بریاوو څېره یې اسلامي امت ته ښکاره کړه.
کفارو تل کوښښ کاوه چي دا سکه منحوسه او د تورو وحشتونو څخه ډک څېره نړۍ ته معرفي کړي، چي هغه کي یې د اسلام پر ضد د تبلیغاتو تابلوګاني انځور کړي وي، خو هیڅکله هم بریالي نه سوه.

داسي نه ده، چي د کفارو او لاسپوڅو سره امکانات نه وه، بلکي هر څه یې په واک کي وه خو یواځي د الهي نصرت څخه بې برخي وه، زموږ فرهنګي او قلمي ملګرو په نه شته امکاناتو نړۍ ته وښوول، چي زموږ تکیه یواځي په الهي نصرت ده، څنګه چي رب عزوجل په دې مقدس دین مشرف کړي یو، نو په شکریه کي یې موږ بیا خپل سرونه، مالونه او اولادونه قربانۍ ته مخته کړي دي.

دا د مسلمانانو تعهد دی، چي ددې سپېڅلي او د وروستي پیغمبر صلی الله علیه وسلم باندي د اخیري حق دین ساتنه په توره، قلم او ژبه داسي کوو، لکه صحابه کرامو چي څنګه د أحد په غزا کي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مخته د ډال غوندي سپرونه سول.
رښتیا هم افغانانو په اسلامي تاریخ کي یو باب پرانیستی چي د هغه باب نوم دی (( د رسول الله صلی الله علیه وسلم رښتیني أحباب))

د رسول الله صلی الله علیه وسلم احباب څوک دي؟
یوه ورځ خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ژړل او د سترګو مبارکو څخه یې د ملغلرو په شان اوښکي بهېدې، صحابه کرامو د ژړا لامل وپوښتی.
– د خپلو احبابو( خوږو ملګرو) تلوسه مي زړه کي زیاته سوې ده.
– موږ ستا احباب نه یو؟
– نه، تاسو زما صحابه یاست، زما أحباب هغه کسان دي چي تر تاسو وروسته راځي، چي په نه لیدو یې په ما ایمان راوړي وي او د اسلام دین یې قبول کړي وي.
بلکل، چي رښتیني، حقیقي او خواږه ملګري همدا دی، چي د خپل محب هره خبره په پراخه سینه او خلاص زړه ومني او هر ډول سرښندني ته تیار وي.

افغان مجاهد ولس داسي قربانۍ د الهي دین او نبوي منهج لپاره ورکړې، چي د تاریخ په پاڼو کي کم تر سترګو کیږي، موږ که د استشهادیانو او فدایانو بریدونو ته نظر وکړو، چي دا بل څه نه وو، بلکي یواځي د الهي او محمدي میني زور وو، چي په سرو لمبو کي یې خوږه مسکا لټوله.
که د سنګر خړ، پړ او په زوړ موټر سیکل سپور مجاهد همت ته وګورو، پوهېږو چي د خدایي محبت په عشق کي همدوی رښتیني مجنونان وه، چي د خپلي جنتي لیلی لپاره زنګ او ګرد وهلی توپک په اوږه کړی او ښکېدلې چنټه یې تنې ته اچولې وه.
مور، پلار، اولادونه، خپلوان، کلي او کور یې د جنتي ماڼیو د خریدارۍ لپاره ترک کړي وه.
بس دا خبره وه، چي دوی د شیدو مجنونان نه، بلکي د رښتیني عشق مجنونان وه.
ددې دنیا خوښي ورته د مچ اندازه ارزښت نه درلود، نو ځکه یې خپله توره، قلم او ژبه تر اوسه ټیټي ته نه ده ورکړې او الی یوم القیامه به د الهي دین د استحکام او ثبات لپاره مبارزه کوي.

راځو قدرمنو لوستونکو! ددې غونډي اصلي د ښکلا لوري ته.
د یاد بڼ د نیالګیو د اوبه کولو او زرغونولو لپاره داسي مشران را یوځای سوي وه چي کلونه – کلونه یې داسي نیالګي وروزل چي مېوې یې ټولو کلیوالو ( اسلامي نړۍ) ته خوږې او ترلاسه کولو تمه یې درلوده.
د همدې مشرانو د قربانیو او هڅو برکت وو، چي د نړۍ زبرځواکونه په ګونډو سوه او په شرمنده احساس او ټیټ سر له دې مبارکي خاورې ووتل.
بس دا وو، چي څه بالا ۸ بجې مجلس شروع سو، د تلاوت وروسته اجنډا بیانه سوه، اجنډا کي د خلیفه سراج الدین حقاني صاحب او مولوي ذبیح الله مجاهد صاحب د نوم په اورېدو سره مي د ډېرو ګډونوالو په څېرو کي جلا رکم خوښي ولیدل او د شونډو له حرکت څخه یې د ماشاءالله الفاظ اورېدل کېدل.
لومړی د وینا لپاره د چارو ادارې لوی رئیس شیخ انوار الحق انور صاحب ته بلنه ورکړل سوه، چي کلونه یې د نظام لپاره نه ستړي کېدونکي خدمتونه ترسره کړي.
شیخ انور صاحب د ښه راغلاست او د یادي پرتمني غونډي په جوړېدو خوښي وښوول، چي دستي خپلي موضوع ته داخل سو، شیخ انور صاحب د کفارو پروپاګندونه او د دوی دروغجن تبلیغات یې په معقلو دلائلو رد کړه، د اسلامي امارت اداري چوکاټ کي د پاړسوپ په ورکېدو یې رڼا واچول، د اداري طرز العملونو او اساسي قانون باندي روان کاري بهیر یې بیان کړه، چي د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله ورعاه له خوا ټولو ادارو ته هدایت سوی چي خپل موجوده طرزالعملونه تر نظر تېر او د شرعي مأخذونه په رڼا کي ورته تعدیل ورکړي، چي یاد تعدیل وروسته یاد طرز العمل عدلیې وزارت ته د کتني لپاره لېږل کیږي، د عدلیې تر کتني وروسته ستري محکمې اړوند کمېټې ته یاد طرز العمل سپارل کیږي، چی د دوی د کتني وروسته مشرتابه مقام ته د منظورۍ لپاره لېږل کیږي، چي بالاخره به د ټولو ادارو طرز العلمونه په همدې توګه توشېح کیږي.

له دې وروسته یو داسي شخصیت خطابیه مېز ته راوبلل سو، چي تواضع او علمیت یې له ورایه په څېره کي څرګندېده.
د خبرو مقدمه یې د موضوع مغز ته د داخلېدو لپاره د دروازې د پرانستي په مثال وو، د دښمن سره په اړیکو او د دښمن په پېژندني دومره علمي وږغېدی چي د ګډونوالو ذهنونو ته یې د معلوماتو ذخیرې انتقال کړې.
یاده هستي د کابل اوسنی والي شیخ محمد قاسم خالد صاحب وو، شیخ خالد صاحب د کفارو سره د اړیکو په ساتلو او د دښمن پېژندني په اړه وږغېدی.
د کفارو سره اړیکي یې په څلورو کټګوریو ووېشل:
۱- موالات: یعني قلبي محبت، چي دا یواځي د مسلمانانو ترمنځ منحصر دی او کفارو سره مطلق حرام دي.
۲- مواسات: یعني همدردي، خواخوږي او نفع رسول، چي دا د غیر حربي کفارو سره جائز دي.
۳- مدارات: یعني ظاهري اخلاق، ښه چلند او ډیپلوماتیکي اړیکي ساتل، چي دا د حربي او غیر حربي دواړو سره جائز دي.
۴- معاملات: یعني تجارتي او اقتصادي راشه درشه ساتل، چي دا د ټولو سره جائز دي.
خو ددې اړیکو لپاره مفسرینو دوه شرطونه بیان کړي دي.
۱- د وخت په تېرېدو سره دوی ته د اسلام دعوت ورکول.
۲- د نړیوالو ننګونو څخه د خپل هیواد خلاصول.

شیخ خالد صاحب د خپل اړوندي موضوع دوهمي برخي ته ولاړی، د اسلامي امت په اوسني دښمن خوارجو د لغوي، اصطلاحي، لومړنی ظهور، د دوی سره د جګړې په حکم، عقیدې او تاریخچې په اړه یې مفصل معلومات وړاندي کړه.
د غونډي په جریان کي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي صاحب د اسلامي امارت په پالیسۍ پوره بحث وکړ او خبرو کي یې واضحه کړه، چي د اسلامي امارت پالیسي شرعي اصول، د مشرتابه صادر سوي فرمانونه، حکمونه او هدایات، جهادي بهیر کي خپاره سوي لائحې، اصولنامې او مقررې او د لوړ پوړو مشرانو د اقوالو او اعمالو څخه عبارت دي.
ښاغلي متقي صاحب یو مهم شی ذکر کړ، چي اسلامي امارت هیڅکله په لاندي درېیو څېزونو معامله نه کوي:
۱- اسلام، ۲- ارضي تمامیت، ۳- ملي ګټي.
او متقي صاحب د خپلي وینا په پای کي مبارزینو ته څه توصیې وکړې:
۱- ټولنیزو رسنیو کي د بد، رد او ښکنځلو څخه ځان ساتئ او هیڅکله چاته پېغور او طعنه مه ورکوئ، موږ باید خپل خلک وساتو او پردي لا غېږو پسې ټینګ ونیسو.
۲- د راز ساتني ماده ځانونو کي پیدا کړئ، ځکه هیڅوک خپل کورني مسائل بهر ته نه باسي، موږ او تاسو هم باید محتاط واوسو.
۳- تل دا هڅه کوئ، چي نېکي خبري تائیدي کړئ او د بدو خبرو رد په احسنه توګه کوئ او د حقیقت په ښکاره کولو کي هیڅ درېغ مه کوئ.
۴- د یوې موضوع په اړه د تحقیق وروسته بحث کوئ او همدا قرآني پیغام هم دی.
۵- کله چي قلم راپورته کوئ او یوه وړه لیکنه هم کوئ، نو نیت خالص د لله فی الله کوئ.
۶- خپلي مبارزې ته ملي رنګ ورکړئ.
۷- د ټولنیزو رسنیو ترڅنګ عمیقه او ژوره مطالعه کوئ، ځکه ډېر خلک مو ولیدل، چي د ښه قلمونو خاوندان وه او الله په دې لوی نعمت نازولي وه، خو اوس د مصروفیت له وجه یې د قلم څوکي پڅي سوي دي، چي دا د الهي نعمت کفران دی.
۸- څنګه چي اوس د خلکو حافظې کمزوري سوي دي، تاسو باید زموږ د مقدس برم زریني شېبې د تاریخ په پاڼو کي ثبت کړئ، تر څو راتلونکي نسلونه هم ځني برخمن سي.
په ټوله کي د متقي صاحب ویناوي د مبارزینو لپاره د پالیسۍ په بیانولو کي مؤثرې وي چي ډېری ستونزي به یې ورسره حل سي او د مبارزې منهج به یې نور هم قوي سي.

غونډه د غرمې خواته نژدې کېدونکې وه او ملګرو لږ د ستړیا احساس هم کاوه، خو د غونډي د منتظمینو لخوا داسي وږمې خپرونکي اتل ته بلنه ورکړل سوه چي ټولو ګډونوالو حتی ټول اسلامي نړۍ یې له کردار او کارنامو څخه متأثره دي او هر څوک یې د لیدو تمنی لري.
کله چي انانسر درېځ ته ودرېدی او په ژبه یې د مشفق مشر خلیفه سراج الدین حقاني صاحب نوم واخیست، لکه نرم غوندي شبنمي باران چي را ورېږي، له ټولو خلکو ستړیا ورکه او د غوږو پردې یې ددې ستر شخصیت اورېدو لپاره خلاصي کړې.
ملګري ته به دي چي کتل د ټولو سترګي د خلیفه صاحب څېرې کي ښخې وې، د میني او خوښۍ اظهار یې نوراني مخونه ځل او بل کول.
خلیفه صاحب په خپلو ملغلرو کي لومړی د فرهنګي او قلمي مبارزینو تېري هڅي وستایلې او قدر داني یې وکړه، چي په سختو حالاتو کي یې د دښمن مورال کمزوری کړی او تېښتي ته یې اړه کړي.
همدارنګه خلیفه صاحب مبارزینو ته په خطاب کي وویل: لکه څرنګه مو پخوا لله فی الله مبارزه کوله همداسي مبارزې ته اوس هم ضرورت ده، باید خپل هدف یواځي د الله رضا وګرځوو، نه خپلي شخصي غوښتني او اهداف.

همدارنګه ددې ډګر اهمیت ته په کتو سره یې وویل: تاسو شخصي فکر مه کوئ، ځکه چي تاسو په ټولنیزو رسنیو کي د اسلامي امارت سرپرستي او استازیتوب په غاړه لرئ، تل باید د امارت رښتینی او حقیقي څېره نړۍ ته روښانه کړئ، د مظلوم ملت د هوسایني لپاره نه ستړي کېدونکي هڅي وکړئ، د اشغال په وخت کي مو کار دا وو چي بې دینه وشړو، نن باید د یو ځای کېدو او د دښمن د تبلیغاتو شنډولو لپاره کار وکړو.

په وروستو کي یې اسلامپال مبارزين اتحاد او اتفاق ته راوبلل او زیاته یې کړه، لکه څنګه چي مو د امارت صف متحد وساته، د يو بل توهین مو ونه کړ او د تبليغاتو په مقابل کي د ښه مدیریت تر چتر لاندي روان واست، اوس هم باید په خپل مسیر ثابت پاتي سئ، د تفرقې او اختلاف بوی باید ختم کړو او داسي مبارزې ته اوس ډېره زیاته اړتیا سته.
ددې لوړ شخصیت وروسته د تاند، هڅاند او لوړ قلم څښتن ښاغلی دوکتور لطف الله خیر خواه صاحب خپله وینا د قلمي مبارزې په تاریخچې راوڅرخوله، چي لومړني نازل سوي آیتونه او د سورت قلم نزول یې ددې مبارزې د اهمیت ښوولو لپاره د استدلال په توګه وړاندي کړل.
قلمي جهاد یې د نفسي او مالي جهاد په شان مهم او اړین وبولی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځانګړی شاعر حسان بن ثابت رضي الله عنه یې د بېلګي په توګه یاد کړ، چي زیاتو غزواتو کي یې ګډون نه دی کړی، ددې سره بیا هم هیڅ د سیر او اعلامو علماوو پرې د تارک الجهاد خبره نده تپلې، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ورته فرمایلي: ته د قریشو بد بیانوه، ځکه دا د تورو له ګذارونو څخه پر دوی زیات بد لګیږي.
ښاغلي خیرخواه صاحب د قلمي مبارزې په اهمیت هم پوره بحث وکړ.

غونډي نوره هم وغځېدل او یو داسي چاته بلنه ورکړل سوه چي عمر یې د مجاهدینو، فدایانو او استشهادانو ته په شرعي دورو کي لګېدلی وو او په ډېر ضعیف وجود یې بیا هم د الهي دین د خدمت لپاره د هوسایۍ ساه نده اخیستې او په همدا کمزوري وجود د ملت اذهانو ته روښانه منهج نقلوي.
شیخ عبدالرحمن اخند زاده صاحب د خپلو خبرو پیل کي مبارزینو ته بېلا بېلي توصیې وکړې، دوی یې وحدت، یووالي او اتفاق ته راوبلل، څنګه چي په حربي جګړو کي یووالی مهم اصل دی، همدارنګه په فرهنګي او قلمي برخه کي هم دې برخي ته زیاته توجه پکار ده.
د دې ډګر شهسواران یې وستایل، چي د نه امکاناتو سره هم هیڅکله بې ارادې سوي نه دي او تل یې د خپلو قلمونو څوکي تېرې ساتلي وې/دي.
شیخ صاحب د نورو مشرانو په څېر ددې سپېڅلي صف په تقدس او سپېڅلتوب وږغېدی او دا یې د نړۍ په کچه په پوره توګه یګانه اسلامي نظام وباله.

غونډه نور د پای شېبو ته ورسېدل او د وروستي ویناوال په توګه د اسلامي امارت ویاند، په منطق، استدلال او د اسلامي امارت په پالیسیو باخبره او دروند شخصیت ښاغلي مولوي ذبیح الله مجاهد صاحب ته بلنه ورکړل سوه.
ښاغلي مجاهد صاحب اوسني وخت کي د قلمي مبارزې په فرصتونو او ننګونو ګډونوالو ته وینا وکړه.
د فرصتونو په لړۍ کي یې درې شیان یاد کړه، چي مخکي د مبارزینو په لاس کي نه، یا کم وه او اوس پرېمانه دي چي باید اعظمي استفاده ځني وسي.
۱- د نظام لخوا د دې ډګر تموېدل.
۲- د دې عرصې د پرمختګ لپاره د امکاناتو برابرېدل.
۳- دې میدان کي د لویو او مستعدو کسانو شتون.

همدارنګه په لنډه توګه یې د مطبوعاتي ننګونو په لړۍ کي د نقد په اړه وږغېدی.
په اسلامي نظام باندي د اصلاحي نقد درې صورتونه یې وښوول:
۱- مخامخ مسؤل له لاسه نیول.
۲- په لیکني بڼه نقد ورسول.
۳- هغه چاته نقد د امانت په توګه ویل چي اړونده شخص یې تر مسؤلیت لاندي وي.

د یاد سیمینار بله خوباهي دا وه چي د مشرانو لخوا زیاتو اندېښنو او پوښتونو ته داسي قانع کوونکي ځوابونه وویل سوه چي زړونو ته یې اطمینان بخښی.

په وروستیو کي باید دا خبره هېره نه سي، چي یاد نوښت د حریت فکري روزني له خوا په لاره اچول سوی وو، چي د پوره امنیتي نظم سره د غونډي د پیل څخه بیا تر پای پوره ټول ترتیبات په ډېره اعلی طریقې سره پرمخ یووړل سوه.
حریت د ځوان نسل د روزني لپاره مټي رابډوهلي دي، چي دې برخه کي په چاپي، ږغېزه، ویډیویي او حضوري مجلسونو بېلا بېل پروګرامونه په لاره اچولي دي.
حریت د نظام د استحکام لپاره له يوې داسي لاري کار پيل کړی چي اغېزه يې به نسلونو_ نسلونو ته رسیږي، د حريت ځانګړتیا دا ده چي غواړي د ځوانانو په فکرونو کي ازادۍ ته په داسي ډول ځای ورکړي، چي بیا ايستل يې اسان کار نه وي، ځکه دلته شل کاله په اذهانو کار ترسره سوی، چی له امله يې ځوانانو غربي او جمهوريتي فکر اخیستی دی، حریت د اوونيزو غونډو او چاپي اخبارونو په توسط د ځوان کهول اذهانو او فکرونو کي اسلامي، ملي او افغاني فکر ته ځای ورکوي او دا څرګنده خبره ده چي په اوس وخت کي تر ټولو لومړنی کار چي باید توجه او کار ورته وسي هغه فکري ځوانان روزل، د هغوی سوالونه ځوابول، د هغوی تشويشونه رفع کول او بالاخره هغوی ته په هغه څه کي قناعت ورکول چۍ دوی پرې ناراضه وي او له امله يې نقد ته لار هواريږي.
موږ د حريت هڅي ستايو، د دوی هڅي يو بې مثاله او د وخت سره برابري بولو، له ليکوالانو او اديبانو مو غوښتنه ده، چي د حریت سره د خپلو ليکنو په توسط همکارۍ وکړئ تر څو وکولای سو له دوی سره په دې پلان کي شامل او له اجر يې برخمن سو، په دې سره به مو د خپل قلم حق هم ادا کړی وي.
و ما علینا الا البلاغ المبین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx