دیني، سیرت او تاریخ

د نبوي مبارک سیرت د تدریسي حلقې د لومړي دور ازموینو پایلې اعلان شوې!/راپور

حریت فکري روزنه؛ د ځوان کهول، طالبانو، زده کوونکو او محصلینو د فکري روزنې، جرئت، خبرو کولو فن او په پای کې د یو ژمن مسلمان ځوان په ډول په ټولنه کې تبارزکولو په هیله خپل فعالیت روان ساتي.

ډاکټر عبدالمجید همدرد د دې ازموینې لومړۍ درجه وګټله

په همدې جریان کې يې څو میاشتې وړاندې د مبارک نبوي سیرت د تدریسي حلقې بنیاد کېښود، چې د کورسونو، پوهنتونونو او مدرسو ګڼ زده کوونکي يې برخه وال دي، دوی په اونۍ کې دوه ورځې د تدریسې حلقې لپاره تشریف راوړي او د ثقه منابعو په مټ د مبارک سیرت په حلقه کې برخه اخلي.

تېره چهارشنبه(۱۴۴۵/۲/۲۱) د دې مبارکې حلقې د مکي دور د ازموینې پایلې په ځانګړو مراسمو کې د علماء‌کرامو، زده کوونکو، فرهنګي فعالانو او ځوانانو په ګډون اعلان شوې، چې په دې پایلو کې لومړی مقام د کابل ابوعلي سینا طبي پوهنتون د نرسنګ څانګې د درېیم کال محصل عبدالمجید همدرد د عبدالوهاب زوی، د پکتیکا ولایت د ډيلې ولسوالۍ اوسېدونکي وګاټه.
دې شاوخوا ۲۳ کلن ځوان په پرلپسې ډول دې حلقه کې برخه واخیسته، تدریسېدونکي مواد يې له ځانه سره نوټ کړل او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د محبت له امله يې ټول یادښتونه خورا په مهارت یاد کړي و.

ډاکټر اسدالله د دې ازموینې دویمه درجه وګټله

هغه ته د پایلو په مراسمو کې د حریت فکري روزنې ادارې له لوري یو لیپ‌ټاپ کمپیوټر د ډالۍ په توګه ورکړل شو او نوموړې يې په مینه مننه وکړه!

ښاغلی عبدالمجید همدرد د دې روزنیز ادرس هغه فعال ګډونوال دی چې د حلقې له پیله تر پایه يې پرلپسې منظمه حاضرې ورکړې، ښه برخه يې اخیستې او تر خپله توانه يې هڅه کړې چې صورت او سیرت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه برا بر کړي.
په دې ازموینه کې دویم مقام ډاکټر اسدالله او درېیم مقام ډاکټر بخت محمد وګاټه، چې په ځينو ډالیو ونازول شول.
د حریت اونیزې کاري ډله دوی ته د دې بریا مبارکي وړاندې کوي او د دې حلقې تمویلوونکو، وړاندې کوونکو او تنظیموونکو ته د رب عزوجل د دیدار لاسونه لپه کوي!

ډاکټر بخت محمد د دې ازموینې درېیمه درجه وګټله

فیسبوک: https://facebook.com/HuryatAwnizah
یوټیوب: https://youtube.com/@huryatawniza
ټویټر: https://twitter.com/AwnizaH
ټیلګرام: https://t.me/HuryatAwniza

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx