
بایکاټ (Boycott)
حفيظ الدين پيرزاده
موږ یې اعتصاب، مقاطعه، پریکون او داسې نور بولو. ډیری وخت د افرادو، ټولنو، تجارتي، سیاسي، ټولنیزو او نورو جوړښتونو په مقابل کې وي تر څو د مالي، حیثیتي، اخلاقي او نورو خسارو له لارې د یو څه منلو ته اړ شي!
ځینې مھال دولتونه ھم د نورو ھیوادونو یا بنسټونو لخوا بائیکاټ کیږي خو چې کله بائیکاټ د یوې حقوقي (!) پروسې په پایله کې عملي شي بیا یې Sanctions ( تعذیرات ) بولي،
لکه د صدام د پاچاھۍ پر مھال پر عراق اقتصادي بندیزونه او اوس پر افغانستان، ایران، پاکستان او نورو.
د بایکاټ تاریخ
په نولسمه پیړۍ کې په آیرلینډ کې د لارډ ایرن په نوم یو خان و. ھغه ډیر مال، جائداد او پراخې زراعتي ځمکې لرلې چې کروندہ گرو ته به یې په اجارہ ور کولې.
لارډ ایرن پخپله ھلته نه اوسیدہ. ځمکې یې بزگرانو د اجارې په بدل کې کرلې او د انتظام چارې یې کپتان چالرز بایکاټ سمبالولې.
څرنگ چې په کال ۱۸۸۰ م کې د ځمکو حاصلات د موسمي افتونو له امله ډیر خراب شوي و، لارډ ایرن خپلو مزارعینو ته د اجارې په اداء کولو کې د لس سلنې تخفیف اعلان کړی و خو بزگرانو د ۲۵ سلنې غوښتنه کوله.
له ھمدې ځایه د کپتان چارلز بایکاټ او بزگرانو تر منځ تاوتریخوالی و ټوکید چې په پایله کې یې بایکاټ د لسو په شاوخوا کې بزگران د ځمکو څخه بې دخله او له کار څخه وشړل.
د بایکاټ دې ناروا عمل نه یواځې د بزگرانو بلکې د ټولو کارگرو غصه را وپاروله.
د کارگرو ټولنې، ھغه ته د سبق ورکولو په پار داسې فیصله وکړہ چې د ھغه سرہ به ټول پریکون کوي، ھیڅوک به ورسرہ ھیڅ رنگ تعامل او راشه درشه نه پالي.
د مقاطعې په سھار د بایکاټ د کور نوکران یو ھم د کار لپارہ نه و ورغلي، شیدو والا شیدې او اخبار والا اخبار نه و ور وړی.
کپتان د کور څخه د بازار په لوري لاړ. ھیچا په لارہ سلام پر ونکړ او نه یې چا سلام ته وعلیک وویل.
قصابي او بیا د ترکارۍ دوکان ته ورغی، خو قصاب پر غوښه او ترکارۍ والا پرې ترکاري خرڅه نکړہ.
ھغه په سوچ کې و، ھیڅ نه پوھیدہ څه چم شوی، ځکه ھیچا ورسرہ خبرې نه کولې.
څو ورځې پس له کورہ را ووت، سلماني ته لاړ، خو ھغه یې ھم د ږیرې او ویښتانو له اصلاح کولو څخه انکار وکړ.
کپتان بایکاټ یو څه وخت ھمداسې گډوډ، سر وھلی، بر وھلی گرځیدہ. لارویانو به د شرابي، یا پوډري گومان پر کاوہ. خو آخر یې له دې حالت څخه د خلاصون په ھیله سیمه د یوہ نامالوم منزل په طرف پریښودہ او پاته ژوند یې له خپلې سیمې څخه ډیر لیرې په غربت او گُمنامۍ کې تیر کړ.
دا واقعه مشھورہ شوہ، نړیوالو رسنیو ته را ووتله.
د بایکاټ کلمه د لومړي ځل لپارہ د نیویارک ټریبون او د ټایمز اخبارونو د مقاطعې او بندیز په مانا وکاروله او اوس دا کلمه دومرہ عامه شوې چې یواځې په انگریزۍ کې نه بلکې په نورو ژبو کې ھم د پریکون او مقاطعې پر ځای کاریږي.
د بایکاټ ډولونه
بایکاټ ډیر ډولونه لري، خو ستر او مھم یې دا دي:
لومړي: کله چې کوم ستر ھیواد، نړیواله ټولنه او یا کوم نړیوال سازمان یو ھیواد بایکاټ کړي.
د داسې نړیوالو بندیزونو بلھاریان تر ډیرہ ولسونه وي. په نویمه لسیزہ کې، کله چې امریکا او نړیوالې ټولنې د صدام پر حکومت بندیزونه ولگول، عراق خپل تیل د تیر پشان په نړیوال منډوي کې په آزاد مټ نشو خرڅولای، ھمداراز یې ډیر درمل ھم نشو را واردولای چې په پایله کې د عراق ولس ډیر زیات متضرر شو.
د ھغو بندیزونو په نتیجه کې تر سل زرہ زیات عراقي ماشومان ضروري درملو ته د نه لاسرسي له امله تلف شول!
دویم یې ھغه قسم دی چې ، سیاسي، ټولنيز، دیني او یا نور جوړښتونه کومه تولیداتي کمپنۍ بایکاټ کړي لکه په ځینو اسلامي ھیوادونو کې چې د یھودي کمپنیو تولیدات بایکاټ شوي.
دریم یې ھغه ډول دی چې ولسونه خپل دولتونه بایکاټ کړي. دا بایکاټ د حکومتونو پایښت له خطر سرہ مخ کوي. د دې رنگ بایکاټونو ضرر نیغ په نیغ بایکاټ شويو حکومتونو ته رسیږي.
دا بایکاټ داسې وي چې ولس حکومت نور خپل نه بولي او اعتماد پر نه کوي.
د بایکاټ دریم ډول د حکومتونو لپارہ پخپله لمنه کې د مرگ پیغام لري.
په ۱۹۷۱ م کې په بنگله دیش کې د پاکستان فوځ د ھند سرہ په جگړہ کې داسې شرمناکه او ذلیله ماته وخوړہ چې د نړۍ په نظامي تاریخ کې کم سارې وہ.
د مغربي پاکستان نژدې سل زرہ فوځیان ھندوانو ته ژوندي تسلیم شول.
د دې یومخیزې تسلیمۍ ستر لامل دا نه و چې فوځ جگړہ نشوہ کولای بلکې دا و چې بنگالي ولس پاکستانی فوځ خپل نه باله، تر شا یې نه و ولاړ او بایکاټ کړی یې و.
د غني ادارې تر نیم میلون زیات مجھز فوځ، پولیس او امنیتي پرسونل درلود. ټوله نړۍ یې مرستندویه وہ، فوځي ځواک یې ھم تر ملا صیبانو څو برابرہ زیات و، خو ولس یې تر شا نه و ولاړ، بایکاټ کړی یې و نو ھماغه وہ چې د بھرنیانو د وتنې پروسه لا نه وہ بشپړہ شوې چې ادارې سقوط وکړ.
پایله
حکومتونه د ولسونو د خدمت لپارہ جوړیږي او تر ھغې ادامه پیدا کوي تر څو ترې ولس راضي وي.
ھغه حکومتونه چې پریکړې یې د خپلو ولسونو د دین، کلتور او مزاج خلاف وي، که ھر څومرہ په ولس کې محبوبیت ولري، د مقبولیت کچه یې لوړہ وي، بیا ھم په نتیجه کې لومړی ترې ولس گیله من او ناراضه کیږي، بیا ورو ورو ترې واټن نیسي او په پایله کې یې داسې بایکاټ کوي چې نور یې بیا خپل نه بولي، د پریکړو تر شا یې نه ودریږي، او بیا که له دننه یا بیرون څخه کومه بلا پر نازله شي، بایکاټ شوی حکومت، له بدې ورځې، داسې حیثیت ځانته غورہ کوي لکه د گیدړ په مقابل کې بې څښتنه چرگ چې یا به تیښته کوي او یا به خوړل کیږي!
که موږ له انگریز څخه د استقلال گټونکي اتل امان الله خان محبوبیت او مقبولیت له اوسنیو اتلانو سرہ چې له امریکا څخه یې ازادي اخیستې، مقایسه کړو، نو و به گورو چې په ولس کې د غازي امان الله محبوبیت تر اوسنیو په مراتبو ډیر و خو چې کله یې پریکړې د ولس د دین، کلتور، رسم و رواج او عنعناتو خلاف شوې، ولس بایکاټ کړ او بیا ھماغه محبوب اتل چې د انگریز سترہ امپراطوري یې ماته کړې وہ، د شمال څخه د را پورته شویو یو څو لنډہ غرو سقاویانو د مقابلې توان ھم نه درلود او وتښتید!
فاعتبروا…… زړہ ته نژدې ا ما ر ت ہ!!!!
جانان زما په سر جانان دی
که لاس ترې واخلم د دوھۍ ملنگ به شینه
_________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د سپتمبر ۱۵/ ۲۰۲۳ م
لندن