دیني، سیرت او تاریخ

محبوب (۲)

جواد مجاهد
په تېر پسې…

د مخ کاسه یې نه ټول غومبوري او نه وچ کلک چې تندی یې ننوتلی وي، بلکې ښکلی مخ یې ګردوالي ته نږدې وو. د سپین ګلابي رنګ څښتن، سترګې یې توروالي ته نږدې او د اوږدو بڼو په منځ کې پړکېدلې، د بندونو او اوږو هډوکي یې پیاوړي او غټ وو. په سینه یې تر نامه پورې د ویښتانو یوه نرۍ کرښه وه خو نور بدن یې له ویښتانو څخه پاک وو. د لاس او پښو ګوتې یې له غوښو ډکې مینه ناکې وې، چې قدمونه به یې اخیستل داسې یې پورته کول ته به وایې چې په کوم غره روان دی او که کوم لور ته به یې کتل نو د ټول بدن په ملتیا به یې کتل.

د دواړو اوږو په منځ کې یې د نبوت مهر وو. له ټولو پیغمبرانو څخه وروستی پیغمبر راغلی وو. له هر چا یې لاس ډیر پراخ او له هر چا ډیر زړور ؤ. خبره یې تر هر چا غوڅه او له هر چا یې د وعدې او تړون زیاته پالنه کوله. له هر چا نرم او تر هر چا شریف او ښه تعامل کوونکی وو. که څوک به ناڅاپه ورسره مخ شو نو لړزه پرې راتله او که د مینې او محبت ناسته ولاړه یې ورسره کوله، مینه یې پرې راتله.

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx