دیني، سیرت او تاریخ

محبوب (۳)

جواد مجاهد

په تېر پسې…
د لوی سر، سپین وړانګین مخ، لویې خولې او برابرې ونې خاوند وو، د بندونو هډوکي یې غټ او په سینه یې د ویښتانو اوږد کتار وو. کله به چې روان وو نو داسې اوچت قدمونه به یې اخیستل، ته به وایې چې له کوم غره څخه راښکته کېږي. سترګې یې اوږدې او پونډۍ یې نرۍ وې. ورغوي یې پراخ، مخ یې روښانه وو. نه تک سپین وو او نه غنم رنګی! د وفات تر ورځې یې په سر او ږیره کې ۲۰ ویښتان نه وو سپین شوي. یوازې په شقیقو کې یې سپینوالی ښکاره شوی او د سر څو ویښتان یې سپین شوي وو. د لاندینۍ شونډې څخه ښکته په وړکۍ ږیره کې یې سپین ویښتان لیدل کېدل.

د داسې تنې څښتن وو چې دواړه اوږې یې یوه له بلې څخه لېرې او وېښتان یې د غوږونو تر پوڅکو اوږده وو. په سرو رنګو کالیو کې هومره ښایسته ښکارېده چې لا تراوسه داسې ښایسته چا نه دی لیدلی. په پیل کې یې خوښوله چې د اهل کتابو په شان سر د شا لوري ته واړوي خو وروسته یې په منځ کې کرښه راکښله. مخ یې له هر چا ښکلی او اخلاق یې تر هر چا غوره وو. مخ یې تورې ته ورته نه وو! بلکې د سپوږمۍ په شان وو. له محبوب څخه بل ښکلی هیڅ نه دی لیدل شوی. مخ به یې داسې ښکارېده لکه لمر چې پکې پړکېږي.

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx