دیني، سیرت او تاریخ

محبوب (۴)

جواد مجاهد

په تېر پسې…

له محبوب څخه هیڅوک تیز او ګړندی نه دی لیدل شوی، هومره ګړندی وو ته به وایې چې ځمکه ورته راټولېږي. نږدې خلکو به په منډه منډه ځانونه ورپسې ستړي کړل مګر دی به خورا په اطمینان روان وو.

د خوښۍ په وخت کې به داسې ځلیده، ته به وایې چې د سپوږمۍ یوه ټوټه ده. یو ځل د مؤمنانو د مور په خونه کې خولې شو. د خولو له بهېدلو یې د مخ کرښو ځلا کوله. د مؤمنانو مور ددې حالت په لیدلو په بې واکه ډول د ابي کبیر الهذلي دا شعر ووایه: [و أذا نظرت الی اسرة وجهه – برقت کبرق العارض المتهلل]؛ ژباړه:(که یې د مخ کرښو ته وګورې نو ښکاري چې د ځلېدونکې ورېځې په شان پړک وهي.) کله به چې صدیق اکبر ناڅاپه ولید نو دا شعر به یې ووایه: [أمین مصطفی بالخیر یدعو – کضوء البدر زایلة الظلام]؛ ژباړه:(د خیر په لور هغه امین او غوره بلونکی دی چې د څوارلسمې سپوږمۍ په شان تیارې له منځه وړي.) فاروق اعظم به یې په هکله هغه شعر وایه چې د هرم بن سنان لپاره ویل شوی وو: [لو کنت من شئ سوی البشر – کنت المضيء لیلة البدر]؛ ژباړه:(که چېرې ته له بشر څخه پرته بل څه وای نو ته به یوازې هغه رڼا وای چې د څوارلسمې سپوږمۍ به دې روښانه کړې وای.)

هوکې! محبوب په همدې شان وو.

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx