دیني، سیرت او تاریخ

محبوب (۱)

جواد مجاهد

ځلیدونکی رنګ، روښانه مخ، ښکلی بدن چې نه ډیر ډبل او نه ډیر نری ؤ. ټول جوړښت یې خورا ښه شوی و. د اوږدو بڼو په منځ کې تکې تورې سترګې، د غټ غږ څښتن او د نړۍ لوړې غاړې لرونکی، ګردۍ تورې سترګې یې د نریو او اوږدو ورېځو لاندې وې، وېښتان یې تک تور وو. چې چوپ به وو نو دروند ښکارېده او چې خبرې به یې کولې نو هر څوک به یې د ځان په لور را کښل. له لېرې څخه د ټولو په منځ کې تر هر چا غوره او ویاړمن او له نږدې څخه تر هر چا ښکلی ښکارېده. خوږې غوڅې خبرې به یې کولې، نه معما ‌ډوله لنډې او نه بې فایدې اوږدې وې؛ ته به وایې چې د غاړکۍ ملغلرې یوه د بلې پسې را روانه ده.

د منځنۍ ونې څښتن وو. نه هومره لنډ وو چې په سترګو کې ټیټ ښکاره شي او نه هومره اوږد وو چې بد ښکاره شي. د دوه لښتو تر منځ د هغې درېیمې لښتې په شان وو چې تر ټولو ښکلې او تازه وي. داسې منونکي انډیوالان ترې را چاپیر وو چې هرې خبرې ته یې غوږ غوږ او د هرې غوښتنې په پوره کولو کې یې یو له بل څخه وړاندې کېدل. هغه داسې یو منل شوی لارښود وو چې نه یې تندی ګونځې وي او نه یې خبرې بابېزه. هغه نه ډیر بې شکله اوږد او نه ډیر لنډی بلکې د خلکو منځنی سړی وو. ویښتان یې نه د څپلۍ په شان راټول او نه دانه دانه وو بلکې د دواړو تر منځ وېښتان وو؛ ښکلي ویښتان.

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx