دیني، سیرت او تاریخ

محبوب (۷)

جواد مجاهد

له تېر پسې…

هر زغموونکی د ژوند په اوږدو کې ښویېدلی او بابېزه کار ترې شوی خو یوازینی سړی چې د ژوند په ټولو لوړو ژورو کې یې زغم لا زیات شوی او د ناپوهانو د سرغړونې او تیري پر وړاندې یې تندی لا پراخ شوی، هغه محبوب دی. کله چې محبوب د دوه کارونو په منځ کې د ټاکنې واکمن شوی نو تل یې اسان کار خوښ کړی خو چې ګناه پکې نه وه او که ګناه ورسره تړلې وه نو له هر خوا څخه له ګناه څخه لرې تښتېده، د خپل ځان لپاره یې هیڅکله بدل نه دی اخیستی.

یوازې هغه وخت یې د الله تعالی لپاره بدل اخیسته چې د الله تعالی قانون به تر پښو لاندې شو. تر هر چا له قهر څخه لرې او تر هر چا ژر پخلا کېدای شو. هومره سخي او پراخ لاسی و چې د اندازې ټاکل ورته ناممکن دی، د هغه چا په شان یې ورکړه کوله چې بې وسي یې په خیال کې نه راځي. محبوب تر هر چا سخي و. د روژې د میاشتې په هره شپه کې چې روح الأمین به ورته راغی او قرآنکریم به یې ورسره تیر کړ نو محبوب به د الله جل جلاله له لوري له رحمت اورونکي باد څخه هم زیات سخي و. داسې هیڅ نه دي شوي چې څوک ترې څه وغواړي او دی ووایي چې نه! په زړورتیا او په میدان ودرېدلو کې هومره پیاوړی و چې هرڅوک پرې اعتراف کوي.

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx