دیني، سیرت او تاریخ

محبوب (۹)

جواد مجاهد

له تېر پسې…

ډېر وخت به یې د ښکته پر لور کتل. حیاء یې هومره زیاته او د مخ پوټکی یې هومره نری و چې د چا ناخوښه خبره یې هغه ته نه رد کوله او چې له چا به کومه بده خبره ورته ورسېده، د یادونې په وخت کې به یې د کوونکي نوم نه اخیسته بلکې ویل به یې:[څه خبره ده چې ځینې خلک داسې او هغسې کوي.]

په رښتیا چې د فرزدق ددې شعر بشپړ تفسیر وو:[یغضي حیاء و یغضي من مهابته – فلا یکلم الا حین یبتسم]؛ ژباړه:(له حیاء څخه یې سترګې ښکته او له هیبت څخه یې د نورو سترګې ښکته پرېوزي. یوازې هغه وخت ورسره خبره کېدای شي چې تبسم یې پر شونډو وي.) محبوب له هر چا ډیر عادل، ډیر پاک لمنی، په خبرو کې تر هر چا ډیر رښتینی او په باور کې تر هر چا ډیر ډاډمن و. دا یې هغه صفتونه وو چې دوستان لا څه چې دښمنانو یې هم غاړه ورته ايښې وه. له نبوت څخه وړاندې یې د امین لقب ګټلی و او د اسلام له راتګ څخه وړاندې به خلکو د خپلمنځي شخړو د هوارۍ لپاره واک ورکاوه.

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx