دیني، سیرت او تاریخ

محبوب (۱۰)

جواد مجاهد

له تېر پسې…
د هر چا په نسبت ډېر عاجزي کوونکی او له کبر څخه لرې و. اجازه یې نه ورکوله چې د پاچاهانو په څېر دې خلک لاس په نامه ورته ودرېږي. ناتوانو او بېوسو خلکو پوښتنه یې کوله او ناسته ولاړه یې ورسره درلوده. د غلام مېلمستیا یې منله او د خپلو اصحابو سره یې د هغوی د یوه غړي په شان ژوند کاوه. د مؤمنانو مور وایي: خپلې څپلۍ یې پخپله پیوند کولې. کالي یې پخپله ګنډل. په خپله یې په خپل کور کې داسې کار کاوه لکه تاسې یې چې په کور کې کوئ.
نور څه نه و! یو بشر و او د بشر په شان یې خپل کالي پاکول. خپله مېږه یې پخپله لوشله.

خپل کار یې پخپله کاوه. له هر چا څخه زیات په خبره ولاړ او له هر چا څخه یې خپلوي ډیره پالله. په خلکو تر هر چا ډېر مهربان او زړه خوږی وو. له خلکو سره یې په ورین تندي ډیر ښه ژوند کاوه او په خلاصه توګه یې ښه راغلاست ورته وایه. تر هر چا له بدو اخلاقو څخه لېرې وو. نه بد ویونکی او نه په بدو ویلو پسې ګرځېدونکی وو. نه یې په خلکو لعنت وایه او نه یې په بازار کې په چیغو منډې وهلې. د بدۍ ځواب یې په بدۍ نه ورکاوه، بلکې بښنه یې کوله او ډیر ځل یې ځان نه پوهاوه. هیچاته یې اجازه نه ورکوله چې تر شا یې ولاړ شي او نه یې په خوراک او پوښاک کې ځان له غلامانو او وینځو څخه لوړ ګاڼه. د هغه چا پالنه یې کوله چې دده پالنه یې کوله. هیڅکله یې خپل پالونکي خدمتګار ته اوف هم ندی ویلی. نه یې د کوم کار په کولو او نه کولو رټلی دی. مسکینان یې خوښ او ناسته ولاړه یې ورسره کوله. پر هغوی یې د جنازې لمونځ کاوه او هیڅکله یې کوم بې وسه سړی د بې وسۍ له وجې بد ندی ګڼلی.

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx