افغانستان

دوې اوونۍ وروسته به د حاجیانو لېږد پیل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): ټاکل شوې ده چې د بیت الله شریف د حج د اداکولو لپاره به د څلوروشتو زرو افغان حاجیانو د لېږد لړۍ دوې اوونۍ وروسته پیل شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال داعی الحق عابد وايي چې د تېر په پرتله يې د افغان حاجیانو مصارف خورا راښکته کړي دي او په خبره يې دغه مصارف په سعودي عربستان کې له د استوګنځایونو د کرایو له کمښت سره کم شوي دي.

تر دې وړاندې د ولسمشر دویم مرستیال او د حج د ملي کمېټې مشر د وزیرانو شورا په ناسته کې ویلي و،چې د سعودي عربساتن هوايي چلند ادارې هغو الوتکو ته اجازه نه ورکوي چې تر پنځه ویشت کاله ډېر وخت پرې اوښتی وي. او په خبره يې هغوی ځينې تخنیکي شرایط وړاندې کړي دي.

مګر د ملکي هوايي چلند ادارې دخبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغان هوايي شرکتونو اړوند دغه شرایط اوس لغوه شوي دي.

یاده دې وي هر کال افغان حاجیان د هوايي چلند له تخنیکي برخې او په سعودي کې ورته له پېښو ستونزو شکایت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x