دیني، سیرت او تاریخ

محبوب (۱۱)

جواد مجاهد

له تېر پسې…

د یو سفر په اوږدو کې یې د یو پسه په حلالولو او پخولو خبره یوه شوه؛ یوه سړي وویل: پر ما یې حلالول. بل وویل: له پوسته به یې زه وباسم. بل وویل: پخلی یې پر ما. نو محبوب وفرمایل: د لرګیو راټولول زما پر غاړه. انډیوالانو یې وویل: موږ بس یو! تاته اړتیا نشته. خو محبوب وفرمایل: زه پوهېږم چې تاسې بس یاست او هر څه کولای شئ خو زه نه غواړم چې له تاسې څخه امتیاز ترلاسه کړم ځکه الله تعالی د خپل بنده دا کار نه خوښوي چې د خپلو ملګرو په منځ کې ځانګړی معلوم شي. بیا محبوب پورته شو او لرګي یې راټول کړل.

محبوب به تل په چورتونو کې ډوب او غمجن به وو. آرامتیا یې نه وه. بې ضرورته خبره یې نه کوله. تل به چوپ وو. خبرې یې له پیل څخه تر پایه په پوره خوله کولې. د شونډو په څوکو یې نه کولې. هره خبره یې پوره کوله، په اشارو کې یې نه کوله. با معنا پوره خبرې یې په لنډ ډول کولې. نه بې فایدې اوږدې او نه ډیرې لنډې وې. نرم خویه وو. سختي یې نه درلوده او نه یې د چا سپکوالی کاوه. د نعمت ساتنه یې کوله، که څه هم کوچنی به وو. د یو شي بده یادونه یې نه کوله. د خوراک یې نه ستاینه کوله او نه یې بد ویل. که حق به له پښو لاندې شو نو تر څو به یې چې بدل نه وو اخیستی، قهر یې نه سړېده. د خپل ځان په برخه کې هومره بې پروا وو چې نه یې د ځان لپاره قهر کاوه او نه یې بدل اخیسته.

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx