دیني، سیرت او تاریخ

محبوب (۱۲)

جواد مجاهد

له تېر پسې…

که اشاره به یې کوله نو ټول ورغوی به یې غځاوه. چې کوم کار ته به حیران شو نو ورغوي به یې په چپه واړولو. په قهر کې به یې مخ اړاوه او تندی به یې تریو شو. چې خوښ به وو نو سترګې به یې ښکته اچولې، ټوله خندا یې یوازې تبسم وو. د خندا پر مهال به یې غاښونو د شبنم د څاڅکو په څیر پړک واهه.

په بې ګټې خبرو یې ژبه نه خوځوله، خپل ملګري یې سره راټولول او جلا کول یې نه. د هر قوم د مخور سړي پالنه یې کوله او د خپل قوم مشري یې ورسپارله. د خلکو له بدیو څخه یې ځان ګوښه کاوه او ځان یې ترې ژغوره. پرته له دې چې تندی تریو کړي. د خپلو ملګرو پوښتنه یې کوله او د خلکو له ژوند څخه یې ځان خبراوه. ښو ته یې ښه ویل او ستایل یې او بدو ته یې بد ویل او رټل یې. د منځ حالت یې خوښاوه. نه یې افراط خپلاوه او نه تفریط. بې پروا نه وو. تر څو یې ملګري بې پروا او یا ستړي نه شي. د هر ډول حالاتو د مقابلې لپاره تیار وو. نه له حق څخه وروسته کېده او نه یې د بل څه په خاطر پرېښوده. هغه خلک چې ورسره نږدې وو، تر هر چا غوره او په دوی کې هغه ورته ډیر ګران وو چې د هر چا ښیګڼه یې غوښته. دده په وړاندې تر ټولو لوړ مقام د هغه چا وو چې د نورو خواخوږی او د حوصلې خاوند به وو. په یوه ځای کې یې ناسته او ولاړه د الله تعالی په یادولو سره وه. د خپل ځان لپاره یې ځانګړی ځای نه په ګوته کاوه. کوم ټولي ته به چې ورغی، هر ځای به چې خالي وو، هملته به کیناست او په همدې کار یې نورو ته هم امر کاوه.

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx