دیني، سیرت او تاریخ

محبوب (۱۳)

جواد مجاهد

له تېر پسې…

ناستو خلکو ته یې په یوه سترګه کتل؛ هسې نه چې ځینې احساس کړي چې ځینې نور له دوی څخه محبوب ته وړاندې دي. څوک به چې د کومې اړتیا له مخې ورسره کېناست اویا  به ودرید نو تر هغو به ورسره ناست او یا ولاړ وو تر څو د اړتیا خاوند به روان نشو. که به چا څه وغوښتل، بې له ورکړې ا ویا ښې خبرې یې خالي لاس نه پرېښود. په ورین تندي او سپېڅلو اخلاقو یې هومره خلک خپل کړي وو چې ټولو ورته د پلار په سترګه کتل او د حق په لار کې ټول دده په وړاندې په یوه کتار کې ولاړ وو چې غوره والی یې یوزاې په تقوی ترلاسه کولای شوای.

د محبوب مجلس د حیاء، مهربانۍ، زعم او امانتدارۍ څخه ډک وو. غږونه پکې نه پورته کېدل او نه پکې د چا د سپکوالي یا سپکولو ډار وو. د تقوی په رڼا کې یو بل ته نږدې وو. د مشرانو درناوی کېده او په کشرانو مهرباني. د اړمن لاسنیوی کېده او له پردي او مسافر سره خواخوږي. محبوب به تل هشاش، بشاش، نرم او آساني کوونکی وو. نه لنډ پاری او نه سختي کوونکی. نه یې په چیغو خبرې کولې او نه یې بد رد ویل. نه یې ډیر رټل کول او نه یې ډیرې ستاینې کولې. چې یو شي ته به یې زړه نه کېده نو مخ یې ترې اړاوه. هیڅکله ترې څوک نه مایوسه کېده. د خلکو په اړه یې ځان له دریو شیانو څخه ژغورلی وو:۱- د چا بد یې نه ویل. ۲- نه یې چاته پیغور ورکاوه. ۳- نه یې د چا په عیبونو پسې څراغونه بلول.

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx