دیني، سیرت او تاریخ

محبوب (۱۴)

جواد مجاهد

له تېر پسې…

محبوب به یوازې د هغې خبرې لپاره ژبه په حرکت راوستله چې د ثواب امید په کې وو. چې خبرې به یې کولې، ناست خلک به هومره سرښکته غلي ناست وو، ته به وایې چې په سرونو یې مارغان ناست دي، که وخوځېږي وابه الوزي؛ چې خبرې به یې بس کړې، که به کوم چا څه ویل غوښتل، ویل به یې. دده په وړاندې به یې پخپلو منځونو کې دعوا او دنګلې نه کولې. که یوه تن خبره کوله، تر څو به یې چې بس کړې نه وه، ټول به چوپ وو. د ډیرو کسانو په منځ کې به د ټولو خبره همغه وه چې لومړي کس به کړې وه. محبوب به په هغه څه خندل چې نورو ته به پرې خندا ورتله او همغه وخت به هک پک شو چې نور به هم هک پک کېدل. که یوه نابلده او نوي راغلي سړي به په خبرو کې تېزوالی وکړ نو زغم به یې کاوه او فرمایل به یې: [که تاسې ولیدل چې یو سړی اړتیا لري نو د غوښتنې په رڼا کې یې اړتیا ور پوره کړئ.] محبوب د مننې هیله یوازې له هغه چا څخه درلوده چې ښه به ورسره شوي وو.

محبوب به په غونډه کې تر ټولو دروند ناست وو. لاس، پښه او یا د بدن نور اندامونه یې نه اوږدول. ډیر به چوپ وو. بې ضرورته خبره یې نه کوله. له هغه یې مخ اړاوه چې ورانه خبره به یې وکړه. خندا یې یوازې تبسم وو. خبرې یې غوڅې وې، نه ډېرې اوږدې او نه معما ډوله لنډې. دده مبارکو اصحابو هم دده د مننې په رڼا کې او دده د احترام لپاره دده په وړاندې یوازې په تبسم خندل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx