دیني، سیرت او تاریخ

محبوب (۱۵)

جواد مجاهد

له تېر پسې…

په لنډو ټکو کې باید ووایو چې محبوب د بې انډولو غوره او منل شوو اخلاقو څښتن وو. الله تعالی روزلی وو او هومره یې ښه روزلی وو چې په خپله یې هم داسې ستاینه کوي: [و أنک لعلی خلق عظیم] ژباړه:(پخه خبره ده چې ته د لویو اخلاقو څښتن یې.) د همغو لوړو اخلاقو برکت وو چې خلک ورته نږدې او زړونه ورته رامات وو. د همدغو اخلاقو برکت وو چې د قوم دښمني یې هومره نرمه شوه چې بالآخره د الله تعالی په دین کې ډلې ډلې شامل شول.

هوکې!

په وړاندې کرښو کې چې موږ څه لیکلي دي، د هغه د غوره او لوړو اخلاقو او صفتونو خورا کوچنۍ څنډې ته یوه اشاره ده او بس! که نه نو د هغه د لوړوالي او سپېڅلو صفتونو پوره څیړنه او تل ته یې رسېدنه له وسې څخه لرې او ناشونی کار دی. څوک د هغه چا پوره څېړنه کولای شي چې له ګرد بشریت څخه غوره، د بشپړتیا لوړې پوړۍ ته رسېدلی او د خپل رب د لارښوونو په رڼا کې هومره روښانه شوی وي چې بالآخره یې الهي کتاب خوی او اخلاق ګرځېدلي وي؟!

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx