نړۍ

برطانوي جیټ الوتکو دلیبیا دتیلو یوه لویه زیرمه تربرید لاندي راوسته

libya_oil_field(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۰۷) لیبیا: دلیبیا حکومت تورلګولیدي چي وړمه ورځ دبرطانیی جنګی الوتکو دهیواد په سویلي ختیځه سیمه کي دتیلو یوه ستره منبع ترهوایی برید لاندي راوستلیده، دبرید په ترڅ کي دتیلو دساحي دري کسه ساتونکي وژل شوي اودري نور هم سخت ژوبل شویدي.

دلیبیا دبهرنیو چارو وزیر رسنیو ته په ډاکه کړه، پدي کي هیڅ شک نشته چی دیرغلګرو له لوري دارنګه بریدونه دنړیوالو جنګي قوانینو ښکاره خلاف ورزي ده، دبرطانیی ددفاع وزارت له لوري تراوسه پوري پدي اړوند څه ندي ویل  شوي، دلیبیا دبهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چي هوایی برید دالسریرعمده نل لیکي ته سخت زیان اړولیدي، السریر نل لیکه چي په کال  ۱۹۶۱ کي کشف شویده دلیبیا په ساربی باسین سیمه کي پرته ده، دهیواد له سترو زیرمو څخه یوه زیرمه ده چي ۸۰٪ په سلو کي تثبیت شوي تیل لري، له بله لوري دتیری سه شنبي په ورځ دلیبیا حکومت دمخالفي ډلي ویاند خبر ورکړي وه چه نل لیکه وقذافي ته د وفادارو ځواکونوله لوري تربرید لاندي راغلي وه، نوموړي زیاته کړه نل لیکه هغه وخت دقذافي ته وفادارو ځواکونوویجاړه کړه کله چي دلیبیا مخالفه ډله دځیني هیوادونو لخوا په رسمیت وپیژندل شوه او له هغه سیمو څخه یی
کومي چي دمخالفي ډلي ترولکه لاندي دي دتیلو صادرول پیل کړه. نن سهار ځینی رسنیو خبر ورکړي وه چي دلیبیا دمخالفي ډلی له لوري لومړي دتیلو یوه سترسمندري ټانکر چي د۱۰۰ملیونه  ډالرو ارزښت یی درلودي له هیواد څخه صادرکړل.

بخت الرحمن بخت ……………………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x