
شعـــــرونه
د ژوند په باب مي ګمانونه ډير دي/ صابر جان
صابر جان محصل
د ژوند په باب مې ګمانونه ډير دي
پټه قیصه ده امیدونه ډير دي
ما د تیارو له وطن کډه کړې
د رڼا غیږ کې مې کورونه ډير دي
له بد رنګیو سره وران یم مدام
د ښکلا یون کې خو اجرونه ډير دي
د داسې مینې بندیوان یمه زه
هم يې ښکلا هم يې زخمونه ډير دي
ستا په علاج کې یم ناتوانه طبیب
ملهم مې کم دی پرهرونه ډیر دي
د ورکې مینې د لقا په لټون
صابر هم کړي سفرونه ډير دي