ټولنیزه برخه

مرګ

توحيد علي عظيمي

دلته مې يو ځای کې د يو چا خبرې اوریدې هغه ويلی چې د انسان په جينونو کې ځینی غلطي شتون لري او دغه غلطي انسان زړښت او مرګ ته بیايی ويلی که دا غلطي اصلاح شی نو انسان نه مړ کیږی بلکې ژوندی به پاتې وی او يا يی عمر اوږدوالي شو. ددی خبرو منظور يی دا وه چې د مايوسس یا د حجرو د نوی کیدو په مهال دغه غلطي تکرارېږي. که په ساده ټکو ووایم لکه د اصل څخه چې کاپی وباسی او بيا له کاپی څخه بله کاپی وباسی نو حتمی يی هغه کيفيت نه وی، خو زه وایم چې؛
مونږ پدې ايمان لرو چې له مرګ څخه وروسته ابدی ژوند حق دی. تر پرونه پورې ځينو د ابدی ژوند خبره نه منله او اوس یې هم ځینی نه منی او دلیل دا وړاندی کوی چې طبیعت دی او بيرته را ګرځېدل نشته دی خو حقيقت دادي چې ستر رب چې انسان او نورو مخلوقات یی جوړ کړی د دویم ځل لپاره انسان د داسې جوړښت سره را پاڅوي چې عضوی يی د زړښت عیب نه لري‌‌. دا نړۍ ډیر محدود امکانات لری، په ځمکې د انسانانو دایمي پاتي کيدل د ځمکی له منځه تګ مخکی له مخکی ته برابر وی چې پکې د نفوس زياتوالي او د معدنونو ډير استخراج دی. همدا اوس په ډيره چټکۍ سره د ځمکې استخراج به يوه ورځ دیته برابره کړي چې لوی طبعي پيښې به رامنځته کړی.
ددی نړۍ له منځه تګ حتمی دی. په قرآن کریم کې هم د نړۍ د ختمېدو يادونې شوی چې هر نفس به د مرګ ذايقه ګوری‌. د عصر په سورت کې په زمانی قسم شوی او ويلی چې انسان په زيان کې دی خو استثنایی دی چې ایمان يې راوړی او نيک عملونه کوي. مونږ اوږد عمر ته نه بلکې نيکو اعمالو کولو اړتيا لرو چې باید یی وکړو.
مونږ ددی نړۍ يوازيني حيوانات نه يو چې جينونه مو غلطي لری، دا غلطي يا Error د ستر څښتن تعالی له لوري يو خاص مقصد لپاره ايښی دی. دغه ډله خلک چې اوس د عمر د ډيروالی خبرې د ځمکی محدوی سرچینی به څنګه مدیریت کړی؟ دا نړيوال توازن به څنګه ساتې؟
راځم دېته چې اسلام بهترین دین دی. که څوک په راتلونکي او له مرګ وروسته په ژوند ایمان نه لري خپله به زيان وکړی. مونږ د زمانې په داسی وخت کې قرار لرو چې د ځينو شيانو د تثبتولو وخت ته اړتيا لرو اما زموږ عمرونه ډیر لږ دې او نشو کولای چې د آسلام هر حکم او معلومات د ساينس په تلی باندی وتلو، ځکه نن که ثابته نشی سبا به يې بل څوک ثابته کړی. همدا رنګه ډیر څه چې پخوا ثابت شوی نه وه اوس ثابت شو. زيان يوازی هغوی وکړی چې د خپلی ناپوهۍ په وجې وګرځيدل. مونږ لپاره بهتره دا ده چې خپل دین او اسلامي احکاماتو رجوع وکړي او د زړه له کومې‌ يی ومنئ.
ومن الله توفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx