
شعـــــرونه
نذرانه شه ټول جهـان د نبي شان ته/ مفتون
اکرام الدین مفتون
نذرانه شه ټول جهـان د نبي شان نه
کائنات شه ټول قـربان د نبي شان ته
هم رحمت دى هم امام المرسلين دى
عالـمـــونه دي حـيران د نبي شان ته
هر صفت باندې موصوف عظيم الشان دى
رسېدى نه شي هېڅ شان د نبي شان ته
د مفتون سـره دې زر ځله لوګى شي
زمونږ ګران افغانستان د نبي شان ته