
شعـــــرونه
مات ستورِي/ ناگار
استاد فضل ولي ناګار
د فن اور اورکي له اننګو نه ټولوم
خلیل غوندې ګلونه له لمبو نه ټولوم
یوبل جهان ته یې وړم په اوسیلو- اوسیلو لوړ
مات ستوري له شکیدلو ګریوانو نه ټولوم
شفقه! شو پر مخ دې هسې سور بهیر رامات
غاټول د میوندو له لوپټو نه ټولوم
چې بیا لوړې، ژورې کړمه لاندې تر قدم
احساس د لیونتوب له بوړبوکو نه ټولوم
یو بل “جمال” ترې غواړم چې راوښوري جهان
کونړه! څه کچکول کې له “ساپو” نه ټولوم
ځګمار اباسین ستا مې دی بچی د پښتونخوا
خیرات نه دی، خراج له دې کوڅو نه ټولوم
د زړه للمې بیا غواړي تندریونی غوندې پړک
خواږه د التفات دې له لیمو نه ټولوم
په ډول او په چمبو راولم سیمه د غزا
ناګاره! ترنم مستو ټپو نه ټولوم