
شعـــــرونه
نظم/ پیر محمد کاروان
پیر محمد کاروان
څه ابهام دی، څه دروغ دي، څه رِیا ده
چې نیولې یې څلور کونجه دنیا ده
په جلوت کې دوه مخي پر مخ روانه
د یو مخي په مرۍ کې بنده ساه ده
*
تږی دی خو له اوبو نه لپې تشې
د ابهام په جام کې خدای خبر چې څه دي
سرودونه کولپوي که زړونه وژني
په کې زهر د منګور دي که رانجه دي
*
پر جلوت به یې باور بایللی خود وي
چې آزاد په کې الوت کولی نه شي
لمدې اوښکې یې په خپل زړه کې کنګل دي
تر لېمو هم حرکت کولی نه شي
*
ګني دا سړی بیخي د خلوت نه دی
په جلوت کې څه جالبه جلوه نه وه
زخمي زړه یې د تیارې په تاخ کې کېښود
له غریب سر خو بله ډیوه نه وه