شعـــــرونه

چې رنګین ارمان باغي شو/ ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک

چې رنګین ارمان باغي شو، ارمانونه په مسکا شول
هجر جام د کوثر غواړي، هجرانونه په مسکا شول

بغاوت د سُرودنو ، دی تر عرش رسېدلی
د ښکلا زرزري کیف ته، ایمانونه په مسکا شول

چې نسیم د نورانیت ته ، ګلابونه ټول مسکي شول
د خیالونو زبیایي وه، ګمانونه په مسکا شول

د فطرت پر ویړه دړه، زرین توري ؤ لیکلي
ټول فکرونه حیرت وړي، وجدانونه په مسکا شو

له رنګونو یې ساز شوي، کائناتو ته رنګونه
د رنګونو پیوستون ته، اسمانونه په مسکا شول

د ښکلاوو کاروانونه، به خپلواک شي په دې چم کې
چې د عشق او حُسن راج ته، کنعانونه په مسکا شول

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx