
شعـــــرونه
څنګه دې وخته! د نصیب لمنه څیرې کړله/ محمود اياز
محمود ایاز
څنګه دې وخته ! د نصیب لمنه څیرې کړله
تا په خپل لاس د خپل تهذیب لمنه څیرې کړله
زخمي زخمي مې کړلو هسې خپل ملګری امید
دا مې د څرنګه قریب لمنه څیرې کړله
د هر یو ښاخ نه تا خزانه! رژولې پاڼې
تا د ښکلا د یو ترتیب لمنه څیرې کړله
د وینو زهر شو تحلیل ، زما په وینه کې هم
چې یو رقیب د بل رقیب لمنه څیرې کړله
غلیمه ! تا چې چاکې چاکې ګریوان ولید د ښار
نو ستا ضمير هم د تخریب لمنه څیرې کړله
زخمي مرغان راته په چیغو او ژړا شو واړه
ما چې د کلي د غریب لمنه څیرې کړله
ما په خندا خندا له خپلې خوددارۍ ایازه !
ما په دار باندې د صلیب لمنه څیرې کړله