
شعـــــرونه
غږ يې نه وځي بې سېکه دي له درده/ بشارت
بشارت روحاني
غږ يې نه وځي بې سېکه دي له درده
سره زخمونه مې فرياد ته پرانيستلي
معجزه ده په ليدلو هم خمار شو
دوه تڼۍ دې يو برباد ته پرانيستلي
بيا فضا نيلوفري وږم ښکل کړې
ښايي څڼې دې دي باد ته پرانيستلي
تا مجنون ته د جنون دښتې ورکړي
عشقه غرونه دې فرهاد ته پرانيستلي
بشارته ! د زړۀ ټولې دروازې مې
د يو چا ورک شوي ياد ته پرانيستلي