شعـــــرونه

ټول ستونی مې په چغو چغو څیرې شو کڼو ته/ ايثار

نسیم ایثار

ټول ستونی مې په چغو چغو څیرې شو کڼو ته
تصویر مې په لفظونو کې راوړی دی ړندو ته

فقیره په تش لاس له در شړل مناسب نۀ دي
قربان، لږ زلفي وڅنډه لږ وګوره خوشبو ته

تا خپل فرض ادا کــړ خو لالیه داهــــم واوره
چې تا د ریاضي مضمون لوستلی لېونو ته

اوس اورو چې هغه هم دوه خپلوان وو سره یو شو
سایې مو د رڼا په جنګ لېږلې وې تیـــارو ته

پرېږده چې هــوا هم سمه کڼه شي لاس تڼاکې
ایثــــاره!داځل چغې،اوښکې اچوو ډېوو ته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx