
زابل: په ترافیکي پېښه کې پنځه تنه مړ او څلورویشت نور ټپیان دي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د کابل ـ کندهار په لویه لاره نن له غرمې مخکې نږدې یوولس بجې د زابل ولایت اړوند د ترافیکې پېښې په پایله کې پنځه تنه مړه او څلورویشت نور ټپیان شول.
د زابل د عامې روغتیا ریس ډاکټر لعل محمد توخی وايي چې دغه پېښه نن د شهرصفا د پل سنګي په سیمه کې د یو مازدا او بل کاسټر ډوله موټرو ترمنځ شوې ده.
د پېښې د عیني شاهدانو له قوله مازدا موټر د سړک غاړې ته ولاړ و، چې له سپرلیو ډک کواسټر ورسره وجنګید.
د زابل د عامې روغیتا ریس وايي چې ټپیان په کلات کې تر درملنې لاندې دي او په خبره يې د څلورو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم د بادغیس ولایت اړوند په یوه ترافیکي پېښه کې څلوردېرش مړه او پنځلس نور ژوبل شول.
تر دې وړاندې په هرات کې هم د نشه پولیسو یوه رینجرله بل موټر سره د ټکر په پایله کې ګڼو کسانو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.