شعـــــرونه

په څه ناز یې د کوم زړه له باغیچي وړي/ شرر

شرر ساپی

په څه ناز یې د کوم زړه له باغیچي وړي
خدایزده چا ته دا تړلې ګلدستې وړي

په تنکو اوږو یې بار د زلفو راوړه
تر کاله به یې په څو ځلې دمې وړي

دغه سره یې اننګو کې هسې نه دي!
په تنکي مخ ستا د شوخ نظر تغمې وړي

په شرنګا یې ویده زړونه راویښیږي
په مړوند باندې سندرې وړي نغمې وړي

خوږې سترګې د رقیب زړه ته روانه
جنتونو نه دوزخ ته میکدې وړي

په موسکا یې شونډې بلې شوې شرره
چې به چېرته د یاقوتو دا ډیوې وړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx