شعـــــرونه

لېوني خپلو مخونو ته ځنګیږي/ ازمون

هدایت ازمون

لېوني خپلو مخونو ته ځنګیږي
عمبر مستو، ماښامونو ته ځنګیږي

خود به ایک یواځې ستا پر غولي پروت یم
هر سړی نو کتابونو ته ځنګیږي؟

د عشق ستړي ذهد څه بلا راوکړه
خلاص ګریوان مې آسمانونو ته ځنګیږي

هسکه غاړه دې راټیټه کړه وچیږي
ګلابونه دې لاسونو ته ځنګیږي

ماربت“¹“ د وصل ذهن نه نیولې
څو ځوړندو تعویذونو ته ځنګیږي

ملایکې پرېږده خپل ځای کې ازمونه!
خدای زمونږه اندامونو ته ځنګیږي

¹“ګټې. ــــ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx