
شعـــــرونه
لیوني زړه مې درته ټوله دنیا هم بښله/ تړون
سمیع الله تړون
لیوني زړه مې درته ټوله دنیا هم بښله
خو دومره لویه نذرانه زما په واک کې نه وه
تاته مې ستا د هر نظر ترجماني کوله
خو تیره شوې زمانه زما په واک کې نه وه
ستا جنتي جنتي سترګو نه چې ولویدمه
لکه غنم د زړه دانه زما په واک کې نه وه
تړون د زړه وینې په لپو کې راټولې کړلې
غزل ته بله پېمانه زما په واک کې نه وه
سمیع الله تړون صیب ډیره موده پس مو د خپل احساس د خوشبو په عطرو ونازولو الله ج مو په عمر علم او قلم کښی برکت ډیر کړي آمین