شعـــــرونه

اختتام د زیب و ناز و/ عرفان

سپین عرفان

اختتام د زیب و ناز ؤ
خقیقت ؤ، که مجاز ؤ؟

وږم څۀ د ماښامي ؤ؟
ستا له غېږې، زلفو ساز ؤ

بړبوکۍ پۀ ایرو راغله
دا د کومې صحرا راز ؤ؟

له ما دین او دنیا هېر وو
کټ مټ ستا پۀ شان اواز ؤ

لیونی یې کړم عرفانه!
د ساقي څنګه انداز ؤ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx